هرات کې چادونې ۱۴ ولسي وګړي ووژل

Image caption په دې وروستيو کې د سړک پرغاړه د خښو ماينونو له امله د ولسي وګړو مرګ ژوبله زياته شوې ده.

د لوېديز ولايت هرات په كشك كهنه ولسوالۍ کې ١٤ تنه ملکي وګړي د سړک غاړې يوه ماين د چاودنې په پايله کې وژل شوي او ٤ نور ټپيان دي.

چارواکي وايي دغه چاودنه د پنجشنبې تر غرمې مخکي پر يولسو بجو د هرات د کشک کهنه ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې دي .

د دوی په وينا د چاودنې په پايله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٤ ولسي وګړي وژل شوي او ٤ تنه نور ټپيان دي.

د هرات د والي وياند شفيق بهروزيان وايي دغه شمېر کسانو ته هغه مهال مرګ ژوبله ور واوښته چې د دوی پلانکوچ ډوله موټر د کشک کهنه ولسوالۍ يوه کلي ته نژدې پر لاره د سړک د غاړي پر ماين وربرابر شو.

نوموړی وايي د پېښي ټپيان دا مهال د ولسوالۍ په مرکز کې دي او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ نه دی خو هڅه کوي چې هرات ښار ته يې د درملنې لپاره راوړي.

د پيښې پړه تراوسه چا پر غاړه نه ده اخستې.

چارواکي وايي امنيتي ځواکونو تر پيښې وروسته په همدې سيمه کې دوه نور ماينونه هم موندلي دي.