په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کرنې وزارت له غاصبينو څخه دولتي ځمکې اخلي

Image caption د افغانستان د کرنې وزارت په چوکاټ کې د ځمکو اداره چې شاوخوا درې مياشتې وړاندې د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې جوړه شوې، يوه مهمه دنده يې د دولتي ځمکو سروې او له غاصبينو څخه راګرځول دي.

افغان چارواکي وايي په تېرو شاوخوا دوو مياشتو کې يې زرګونه جريبه هغه دولتي ځمکې چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د زور واکانو لخوا لاندې شوې وې، بېرته تر ګوتو کړې دي.

چارواکي وايي د دولتي ځمکو د غصب په تړاو يې د 170 نورو دوسيو څېړنه هم پيل کړې چې په خبره يې ښايي د راتلونکي يوه کال په اوږدو کې يې بشپړه کړي.

د افغانستان د کرنې وزارت په چوکاټ کې د ځمکو اداره چې شاوخوا درې مياشتې وړاندې د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې جوړه شوې، يوه مهمه دنده يې د دولتي ځمکو سروې او له غاصبينو څخه راګرځول دي.

حامد حليمي د دغې ادارې د عامه اړيکو او رسنيو له مشر حشمت الله ناصري سره مرکه کړې او په پيل کې يې ترې پوښتلي چې اوسمهال په افغانستان کې زورواکانو پر څومره دولتي ځمکو خېټه اچولې ده؟