ناټو: سږ کال مو په افغانستان ۷۰۰ سرتېري وژل شوي

بهرني سرتېري
Image caption تېر ۲۰۰۹ کال په افغانستان کې د وژل شوو بهرنیو سرتېرو شمېر ۵۲۱ ته رسېدلی و، چې تر پخوانیو کلونو ډېر خونړی و.

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ویلي د افغانستان په سوېل کې یې یو سرتېری وژل شوی، چې په دې سره یې سږکال د وژل شوو سرتېرو شمېر ۷۰۰ ته ورسېد.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې کله چې د طالبانو رژیم ړنګ شو، ۲۰۱۰ کال د بهرنیو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال دی.

تېر ۲۰۰۹ کال په افغانستان کې د وژل شوو بهرنیو سرتېرو شمېر ۵۲۱ ته رسېدلی و، چې تر پخوانیو کلونو ډېر خونړی و.

په تېرو ۱۸ میاشتو کې وسله والو طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پروړاندې خپل مقاومت ټینګ کړی.

امریکا ژمنه کړې وه چې د روان کال ٢٠١٠ تر پایه به افغانستان ته په تدریجي توګه ۳۰ زره نور سرتېري استوي، چې په دې لړ کې یې د افغانستان سوېلي جګړه ییزو سیمو ته ټانکونه هم رسولي دي.

د ناټو غړو هېوادونو له دغو ۹۷۰۰ پوځيانو څخه په سلو کې ۷۷ برخې عملي کړې، خو د ماموریت پرمهال د اروزګان له ترینکوټ څخه ۱۹۵۰ هالنډي سرتېري بېرته خپل هېواد ته وغوښتل شول.

د ستراتيژيکو څېړنو د مرکز په یوه نوې ارزونه کې چې د امریکا د دفاع وزارت پر ریپوټونو ترسره شوې، د افغانستان له ۳۶۵ ولسوالیو څخه یې ۳۴ ډېرې خطرناکې ګڼلې او ۶۰ پکې داسې بلل شوې، چې هلته ډېر کله امنیت خراب وي.

طالبان هم ادعا کوي چې ان په وینا یې د افغانستان تر نیمايي ډېرې سیمې یې په لاس کې دي.

ناټو ځواکونه او ځايونه

په ۲۰۰۳ کال کې د پلازمېنې په ګډون د هېواد ګڼو سیمو ته پنځه زره سوله ساتي ځواکونه ولېږل شول.

د ۲۰۰۶ کال په مۍ میاشت کې بیا نژدې سل زره نړیوالو ځواکونو ته امر وشو چې د ناټو له خوا افغانستان ته واستول شي.

د ۶۵ زره کیلومترو مربع په پراختیا، د ناټو په مشرۍ په پنځو زونونو کې او د ۲۶ ولایتي بیارغونې ډلو په درلودلو سره دغو قومندانیو کې ماموریت ترسره کوي:

  • ٦١٥پوځيان په مرکزي قومندانۍ کې
  • ٥٧٠پوځیان په شمالي قومندانۍ کې
  • ٤٤٠٠پوځيان په لوېديځه قومندانۍ کې
  • ٤٣٩٠٠پوځيان په سوېلي قومندانۍ کې
  • ٢٣٩٥پوځيان په ختيځ کې د سرتېري په قومندانۍ کې

دغه شمېرې بیا وروسته د پوځيانو په مرګ ژوبلې سره د پوځي ماموریت په سرته رسېدا سره بدل شو.

ورته مطالب