د کابل او کندوز په بریدونو کې ۱۳ کسان وژل شوي

Image caption تر دې مخکې په کابل کې وروستي بريد د تېرې نومبر مياشتې پر ۱۲مه نېټه شوى و چې يو ايساف او يو افغان سرتېرى يې ټپيان کړي وو.

نن سهار په کابل کې دوو ځانمرگو او وسله والو بريد کوونکو د ملي اردو د غړو پر يوۀ گاډي بريد وکړ چې په پايله کې يې د افغانستان د ملي پوځ پنځه غړي وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

په پيښه کې دواړه بريدکوونکي هم وژل شوي دي.

بريد سهار مهال (شاوخوا اووه نيمې بجې) د کابل ښار ختيځ لوري ته، د څرخي پله او ښار ترمنځ د غځېدلې لارې په ترڅ کې د 'هودخېلو' په سيمه کې وشو.

د بريد موخه په څرگنده د افغان ملي پوځ د کارکوونکو د لېږدولو يو گاډى و.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې يوۀ بريدکوونکي ځان د پوځ گاډي ته څېرمه وچووۀ او بل ځانوژونکي چې سربېره پر چاودېدونکو توکو پر وسله هم سنبال و، په نښه شوي گاډي ډزې وکړې.

د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري وويل چې په بريد کې د ملي پوځ پنځه تنه غړي وژل شوي دي:

''په پيل کې لومړى ځانمرگى بريدگر ځان د افغانستان د ملي پوځ د کارکوونکو گاډي ته څېرمه چووي. په دويم کې گام کې دويم ځانمرگي بريدکوونکي چې وسله هم ور سره وه بريد وکړ، له نېکه مرغه افغان امنيتي ځواکونو او په ځانگړي ډول پوليس په چټکۍ سره د پيښې ځاى ته ورسېدل او دويم بريدگر مخکې له دې چې ځان وچوي زموږ د پوليسو له خوا ووژل شو، خو له بده مرغه د افغانستان د ملي اردو پنځه تنه غړي وژل شوي او نهه نور يې ټپيان دي.''

ښاغلي بشري وويل چې په بريدونو کې ولسي خلکو ته مرگ ژوبله نه ده اوښتى. تر نني بريد وروسته سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلا بنده شوه چې د گاډو لېږد رالېږد يې د څو ساعتونو لپاره د خنډ او ځنډ سره مخامخ کړ.

بريد د کابل ښار په ختيځه څنډه کې د کابل جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې شوى دى، او دا هغه سيمه ده چې په تېر کې هم هلته گڼ ځانمرگي بريدونه شوي دي.

Image caption په کندوز کې د بي بي سي خبریال هم وايي چې په نښته کې د ملي اردو یو شمېر سرتېري ټپیان شوي دي.

د ولسي سپرليو پر گاډو سربېره بهرني او افغان ځواکونه هم پر دغه لويه لاره تگ راتگ کوي.

تر دې مخکې په کابل کې وروستي بريد د تېرې نومبر مياشتې پر ۱۲مه نېټه شوى و چې يو ايساف او يو افغان سرتېرى يې ټپيان کړي وو.

په کندوز کې اته سرتېري وژل شوي

د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې د ملي اردو د جلب او جذب مرکز ته دوه ځانمرګي برید کوونکي ننوتي، چې په دې لړ کې د ملي اردو پنځه سرتېري او درې پولیس وژل شوي.

طالبانو ویلي برید کوونکي د دوی کسان دي.

د کندوز مرستیال والي امدالله دانشي اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي برید کوونکي د ملي اردو د جلب او جذب مرکز ته ننوتل، چې یوه یې تر نښتې وروسته ځان والوځاوه.

په چاودنه کې د مرکز او ورڅېرمه ودانیو د کړکیو ښيښې ماتې شوې دي.

د کندوز امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سیدخېلي تایید کړې او ويلي دي چې نن ګهيځ څلور ځانوژونکي د ملي اردو د جلب او جذب مرکز ته ننوتي، چې تر دې مهاله (د سهار نه بجې) پورې نښته روانه ده.

Image caption د ویلو ده چې تېره ورځ دغه ولایت ته د جرمني لومړۍ وزیره انګېلا میرکل ورغلې وه او د وسله والو پرضد یې د خپلو سرتېرو کړنې ستایلې وې.

دانشي زیاتوي، د نښتې او چاودنې پرمهال درې برید کوونکي وژل شوي، او یو بل لاهم ژوندی دی چې د مرکز د ننه له امنيتي ځواکونو سره مقاومت کوي.

د ویلو ده چې تېره ورځ دغه ولایت ته د جرمني لومړۍ وزیره انګېلا میرکل ورغلې وه او د وسله والو پرضد یې د خپلو سرتېرو کړنې ستایلې وې.

په کندوز کې د بي بي سي خبریال هم وايي چې په نښته کې د ملي اردو یو شمېر سرتېري ټپیان شوي دي.

ورته مطالب