پاکستان: څارګرو الوتکو ۶۰ کسان وژلي

لاریوني
Image caption د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونو پاکستاني وګړي په غصه کړي.

پاکستاني چارواکي وايي د افغانستان پولې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمه کې د امریکا څارګرو الوتکو بریدونو نژدې ۶۰ کسان وژلي دي. دوی وايي په تیرا دره کې درو بریدونو ۵۰ کسان وژلي، چې زیاتره یې وسله وال دي.

پاکستاني چارواکو ویلي د خیبر په قبایلي سمه کې د امریکا څارګرو الوتکو ۶۰ کسان وژلي.

درې بریده په تیرا دره کې شوي، چې لږترلږه ۵۰ کسان یې وژلي، او تر هغه یوه ورځ وړاندې یوه بل برید اووه کسان وژلي ول.

امنيتي چارواکو ویلي ټول وژل شوي وسله وال دي، خو دا ادعا تر اوسه چا نه ده تایید کړې.

پر همدې مهال د امریکا څارګرې ادارې وروسته له هغه چې پاکستان کې یې استخباراتي مامورینو ته د مرګ ګواښونه شوي، تایید کړې چې له پاکستان څخه به دوی خپل جګپوړي استخباراتي مامورین وباسي.

په اسلام اباد کې د سي ای اې د دفتر د هغه مدیر هویت په ډاګه شوی، چې ویل کېږي د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې یې لوی لاس درلود.

د هغه نوم په پاکستاني رسنیو او خپرنیو کې په ډاګه شوی، چې په دغه هېواد کې یې پرضد لاریونونه هم شوي دي.

''د مشرانو وژل''

د ویلو ده چې دا ډول بریدونه د پاکتسان په قبایلي سي مو کې کېږي، چې د ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پرمهال بيخي ډېر شوي دي.

Image caption د امریکا څارګرو الوتکو په روان ۲۰۱۰ کال کې تر ۱۰۰ ډېر بریدونه کړي، چې زیاتره یې په شمالي وزیرستان کې ول.

په کراچۍ کې د بي بي سي خبریال سید شعیب حسن وايي، داسې ښکاري چې د امریکا متحده ایالتونه دا مهال د بې پیلوټه څارګرو الوتکو بریدونه د پاکستان نورو قبایلي سیمو ته غځوي.

رپوټونه وايي وروستۍ برید د جمعې ورځې پر ګهيځ په تیرا دره کې وشو، چې اووه 'وسله وال' یې ووژل او ۱۱ نور یې ټپيان کړل.

څو دقیقې وروسته بیا په دویم برید کې یوه ودانۍ په نښه شوهو چې په غالب ګمان پکې د (عسکر اسلام) ډلې وسله والو غونډه روانه وه.

د پاکستان یوه امنيتي چارواکي ویلي په دویم برید کې لږترلږه ۳۲ کسان وژل شوي، چې پکې د دغې ډلې ځینې جګپوړي مشران هم ول.

د ویلو ده چې (عسکر اسلام) جنګي ډله غواړي چې په سیمه کې اسلامي احکام په زور پلی کړي.

ویل کېږي چې د دغې ډلې یو شمېر جنګیالي په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پروړاندې هم جنګېږي.

د پاکستان یوه امنیتي چارواکي ویلي، درېیم برید د جمعې پر ماځيګر په ناړۍ بابا سیمه کې وشو، چې ۱۱ وسله وال پکې ووژل شو، چې ټول له سوات درې څخه ورغلي ول.

دوی په سوات کې د پاکستاني پوځ له عملیاتو څخه تښي ول.

او د تېرې پنجشنبې پر ورځ بیا د حافظ ګل بهادر ډلې جنګیالي هم په یوه ورته برید کې وژل شوي ول.

خیبر

د بي بي سي خبریال شعیب حسن وايي وړاندې په خیبر ایجنسۍ کې دې ته ورته لوی بریدونه نه وو شوي؛ ځکه چې امریکایانو په دې سترګه نه ورته کتل، چې ګني دلته وسله وال پټېږي او له وزیرستان څخه پناه وروړي.

Image caption پاکستان کې د دغو بریدونو پرضد لاریونونه وشول.

خو زموږ خبریال زیاتوي، چې په وزیرستان کې د امریکا د څارګرو الوتکو بریدونو وسله وال اړ کړي، چې له دې ځایه پښې سپکې کړي، له دې امله امریکایانو د هغوی نوي پناځایونه هم په نښه کړل.

د امریکا څارګرو الوتکو په روان ۲۰۱۰ کال کې تر ۱۰۰ ډېر بریدونه کړي، چې زیاتره یې په شمالي وزیرستان کې ول.

په دغو بریدونو کې ګڼ ولسي وګړي هم وژل شوي، چې د ګڼو پاکستانیانو غصه یې راپارولې ده، خو د پاکستان حکومت وايي چې دا بریدونه د وسله وال په لیکو کې د خلکو د یو ځای کېدا لوی سبب هم ګرځي.

خو سیاسي شنونکي وايي چې پاکستاني چارواکي په پټه له دغو بریدونه سره همغږي لري، بلکې ان امریکايانو ته اړین استخباراتي معلومات هم ورکوي.