دلیل: 'درېیمې درجې داکټرانو ته ډېر معاش ورکوو'

ثریا دلیل
Image caption آغلې دليل وايي دوی دغه ستونزې ته متوجه دي او ډاکټرانو ته يي له ناروغانو سره د ښه چلند سپارښتنه کړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په روغتيايي برخه کې د وړتیاوو د لوړولو لپاره يې هڅې ګړندۍ کړې دي.

په دې برخه کې ډېر پام هغو سيمو ته کېږي چې د بېلابېلو ستونزو له کبله ډاکټران ورتګ ته زړه نه ښه کوي.

د افغانستان د عامې روغتيا سرپرستې وزيرې ثريا دليل بی بی سي ته وويل هغو ډاکټرانو ته ډېر فوق العاده معاش ورکول کېږي چې ولايتونو او يا ليرې پرتو سيمو ځي.

که څه هم د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې اوس د دې هيواد ډېری وګړي روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی لري، خو بيا هم په دغه هېواد کې داسې سيمې شته چې روغتيايي مرکزونه او ودانۍ لري خو ځينې يې يا ډاکټر نه لري او يا که يي لري هم، نو په مسلک کې وارد نه دي.

د بېلگې په توگه د خوست ولايت د ځاځي ميدان ولسوالۍ يوه له هغو سيمو ده چې اوسېدونکي يې د روغتيا په برخه کې له سترونزو سره مخامخ دي.

د ځاځی ميدان ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی نشان الدين آهنګر د خپلې سيمې په اړه بي بي سي ته وویل:

''زموږ په ولسوالۍ کې د پام وړ روغتیايي مرکز نشته، دلته یو کوچنی کلینیک شته، خو دا مرکز د دې لویې ورسوالۍ د اوسېدونکو لپاره کافي نه دی، دلته مسلکي ډاکټران نشته، بلکې د څو میاشتو لپاره روزل شوي کسان یې ورته رالېږلي دي.''

خو اوس د افغانستان د عامې روغتيا سرپرستې وزيرې ثريا دليل بي بي سي ته وويل چې د دغه شان سيمو د ستونزو د هواري په موخه يې نوې هڅې پيل کړي دي.

هغه وايي په دې برخه کي هغو ډاکټرانو ته ډېر فوق العاده معاش ورکول کيږي چې ولايتونو او يا لېرو پرتو سيمو ته ځي:

''موږ خپل ډاکټران دې ته هم هڅولي چې په ولایتونو کې کار وکړي او موږ هلته ښه تنخوا ورکوو، خو دې ته لېوالتیا لږ ده، یا سیمه ییز شرایط سم نه دي، یا نورې ستونزې شته چې هغوی ولایتونو ته زړه نه ښه کوي، خو موږ خپله هڅه کړې ده، ولایتونه هم درجه بندي شوي دي، هغه ډاکټران چې درېیمې درجې ولایتونو ته ځي، هغوی ډېر زیات معاش اخلي. ''

Image caption ګڼ افغان ډاکټران لیرو سیمو او ولایتونو ته د امنیتي او نورو ستونزو له امله تګ ته زړه نه ښه کوي.

له بله پلوه د ډاکټرانو د چلند په اړه هم يو لړ شکايتونه موجود دي.

خو آغلې دليل وايي دوی دغه ستونزې ته متوجه دي او ډاکټرانو ته يي له ناروغانو سره د ښه چلند سپارښتنه کړې ده.

د عامې روغتيا وزارت په روانه مياشت کې خپل پنځه کلن روغتيايي پلان اعلان کړ چې وايي له پلی کېدو سره به يې په افغانستان کې روغتيايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی پراخه او اسانه شي او شته ستونزې به يې راکمې شي.

ورته مطالب