د سولې له بهیر سره ۵۰ مخالفين یوځای شول

ښاغلی مجددي
Image caption د افغانستان د سولې د ټينګښت د کمېسيون رييس صبغت الله مجددي له جنګ جګړې څخه د دغو کسانو لاس اخيستل وستايل او دا يې په هېواد کې د سولې د ټينګېدا لپاره نېک ګام وباله

د افغانستان د سولې د ټينګښت له کمېسيون سره د حکومت ۵۰ تنه وسله والو مخالفين يوځای شول.

زياتره دغه کسان د غزني، لوګر، ميدان وردګو او کاپيسا ولايتونو دي، چې تر دې مخکې يې له اسلامي حزب او طالبانو سره همکاري کوله.

د افغانستان د حکومت لخوا په ټول هېواد کې د سولې د راتلو په موخه نن د دولت يو شمېر وسله وال مخالفين د سولې د ټينګښت له کمېسيون سره يوځای شول.

د دغه کمېسيون چارواکي وايي، په دغو ۵۰ ناراضه کسانو کې، چې تازه د سولې له بهير سره يوځای شوي، څلور تنه ‎يې د مخالفينو سيمه ييز قومندانان دي.

پر همدې مهال د افغانستان د سولې د ټينګښت د کمېسيون رييس صبغت الله مجددي له جنګ جګړې څخه د دغو کسانو لاس اخيستل وستايل او دا يې په هېواد کې د سولې د ټينګېدا لپاره نېک ګام وباله:

''موږ هم دا هڅه کوو چې ناراضه وروڼه بېرته خپل هېواد ته راشي له جګړې او وينې تويولو څخه ډډه وکړي. تاسو ټولو ته هرکلی وايم او خدای دې وکړي چې ستاسو نور ناراضه وروڼه هم راشي.''

همداراز د دغه کمېسيون چارواکي وايي، دوی به د دغو کسانو ارزونه کوي، چې کوم- کوم کارونه کولی شي چې بيا وروسته به له خپلو وړتياوو سره سم په دندو وګمارل شي.

د سولې د ټينګښت کمېسيون وايي چې د دغو کسانو نيمايي هغو ته به د کار زمينه برابره کړي.

له دغو کسانو څخه يو تن چې په لوګر ولايت کې يې له طالبانو سره پوره يو کال همکاري کړې، او نن د سولې له بهير سره يوځای شوی، وايي د افغانستان د حکومت او بهرنيو ځواکونو کړنې د دې لامل شوې، چې دی له وسله والو سره يو ځای شي:

''موږ په يوه او بل نامه او په شخصي تعصباتو سخت ځورېدلي يو، هېچا هم زموږ خبره او وړانديز نه اورېده، اړوندو چارواکو له موږ سره ډېرې ناجايزې کړې دي .''

هغه ټينګار وکړ که چېرې د افغانستان حکومت دا ژمنه ورسره وکړي چې ګني بيا به يې نه ځوروي، ښايي د دولت ګڼ مخالفين د سولې له بهير سره يوځای شي:

''که هغوی ونه ځورول شي، نور هم ډېر کسان راځي، دلته چې د سولې د ټينګښت کمېسيون کوم سند موږ ته راکوي، ډېر داسې کسان شته چې دا ليکونه هم لري، خو اړوند چارواکي يې بيا هم ځوروي.''

د وسله والو مخالفينو د راجلبولو لپاره د سولې د ټينګښت کمېسيون داسې مهال د پخلاينې هڅې کوي، چې نژدې درې مياشتې مخکې د افغانستان حکومت لخوا د سولې عالي شورا جوړه شوه.

دغه عالي شورا د دولت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو، او عادي ژوند ته د هغوی د بېرته ستنولو اساسي دندې لري.

خو دا لا روښانه نه ده چې ايا دغې شورا تر دې مهاله څه لاسته راوړنې درلودې.

ورته مطالب