'د سوداګرو ترمنځ ناسمې سیالۍ د ګازو بیه لوړه کړې ده'

ګاز
Image caption د ځمکپېژندنې د څېړنو له مخې په افغانستان کې د ګاز ډېرې پرېمانه زېرمې شته خو له دې سره سره دا مهال دغه هېواد ته د اړتيا وړ ګاز له ګاونډيو هېوادنو په تېره بيا له ترکمنستان، پاکستان او ايران څخه راوړل کېږي .

افغان حکومت وايي د ګاز له راواردوونکو شرکتو سره د يوه جوړجاړي په پايله کې په کابل کې د اوبلن ګاز لپاره يې نرخ ټاکل دی.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي په نړيوالو مارکيټونو کې د ګاز د بيې د لوړېدو تر څنګ لوړ ټرانسپورتي لګښتونه او د افغان سوداګرو ترمنځ ناسمه سيالي په افغانستان کې د ګاز بيه لوړه کړې ده.

په دې وروستيو اونيو کې د ژمي له را رسېدو سره په کابل کې د يوې کيلو اوبلن ګاز بيې له پېنځوس افغانيو څخه اويا افغانيو ته لوړه شوې ده .

د ځمکپېژندنې د څېړنو له مخې په افغانستان کې د ګاز ډېرې پرېمانه زېرمې شته خو له دې سره سره دا مهال دغه هېواد ته د اړتيا وړ ګاز له ګاونډيو هېوادنو په تېره بيا له ترکمنستان، پاکستان او ايران څخه راوړل کېږي.

افغان چارواکي وايي په ټول هېواد کې هره مياشت نژدې ۲۰۰۰۰ ټنه او په پلازمېنه کابل کې چې شاوخوا پېنځه ميليونه نفوس هر مياشت کې نژدې شپږ زره ټنه ګاز مصرفېږي.

د چارواکو په وينا د نورو لاملونو تر څنګ د ګاز ډېر مصرف او د کافي برېښنا نشتوالی ددې لامل شوی چې په دې وروستيو کې يې د يوې کيلو ګاز بيه له ۵۰ افغانيو څخه ۷۰ افغانيو ته لوړه شي.

خو د سوداګرۍ وزارت وايي د ستونزې د هواري لپاره يې د ګاز له راوارېدوونکو کمپنيو سره جوړجاړی کړی او له دې وروسته به يوه کيلو ګاز په عمده ډول په ۵۳ افغانيو او د يوې يوې کيلو له حسابه په ۶۱ افغانيو پلورل کېږي.

د سوداګرۍ وزير انورالحق احدي وايي د ګاز د بيو دلوړېدو ستونزه د افغان سوداګرو تر منځ سياليو هم راپورته کړې ده :

''په نړیوالو بازارونو کې، په ځانګړې توګه د ترکمنستان په منفي سیالیو کې افغان سوداګر له یو بل سره رقابت کوي، چې دا ټول پر مستهلکینو منفي اغېز کوي.''

ددې تر څنګ ښاغلی احدي په افغانستان کې د ګاز د بيې د لوړېدلو نور لاملونه په نړيوالو بازارونو کې د بيو لوړېدل او افغانستان ته د ګاز د را لېږدولو لوړ لګښتونه وبلل.

اوس چې د سوداګرۍ وزارت له خپله لورې بازار ته نرخ ورکړی نو ددې کار د څارنې لپاره يې د ګرځنده ټلېفون څو شمېرې اعلان کړې او له خلکو يې غوښتې چې د سړغړونو پر مهال ورسره اړيکي ونيسي.

افغان حکومت تمه لري چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند تر منځ دګاز د نلليکي له غځېدو سره به په دغه هېواد کې د ګاز د کمښت ستونزه تر يوه بريده هواره شي.

ددغه تړون له مخې به هر کال له ترکمنستان څخه ۳۳ میليارده متره مکعبه ګاز افغانستان، پاکستان او هند ته ورکوي چې افغانستان به ورڅخه پنځه اعشاريه يو مليارده متره معکبه ګاز پېري.

ورته مطالب