غږيزه انځوريزه ننداره: فرهاد دريا او د سولې سندرې

سندر غاړى، د موسيقۍ تړونکى او د سولې استازى فرهاد دريا په افغانستان كې له سترو ستوريو دى.

فرهاد دريا د ژوند ښكلى دى كنسرټونو لړۍ كې د افغانستان بېلابېلو برخو ته سفر كړى، او ان د طالبانو د اغېز ځاى كې يې په لس ګونو زره خلك خپلو كنسروټو ته ورجلب كړي دي. مزار كې يې يوازې د ښځو لپاره كنسرټ وركړ. ښاغلي دريا بي بي سي ته وويل په هرات كې د كنسرټ په مهال له بمي چاودنې پرته د سولې كاروان سفر يې، په تېره بيا هلمند كې، يو غټ برياليتوب و. دى وايي افغانان د بدلون لپاره د زړه له تله تږي او لېوال دي.

دغه انځورونه د (ګېټي) او د فرهاد دريا د چارو اداري ډلې له خوا اخيستل شوي.

انځوريزه ننداره بيا اسمعيل مياخيل جوړه كړې ده.