'۶،۵ میلیونه افغان ماشومان له ګواښونو سره مخامخ دي'

افغان ماشومان
Image caption له څلور نیمو تر پنځو میلیونو پورې افغان ماشومان له بېلابېلو ګواښونو سره مخامخ دي.

د افغانستان د کارټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت وايي په افغانستان کې شاوخوا شپږ نيم ميليونه ماشومان له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي.

لويې ستونزې، قاچاق، نشه يي توکي، جنسي ځورنې ، بې وخته ودونه او وهل ټکول دي خو ددغه وزارت په وينا په تېرو لسو مياشتو کې يې تر دوه لکه زيات ماشومان له ډغه ډول ستونزو څخه ژغورلي دي.

د کار او ټولنيزو چارو مرستيال وزير واصل نور مهمند چې دا مهال د سوېلي اسيا د نوښت ټولنې(سايواک) د لارښود بورډ مشر هم دی وايي د سوېلي اسيا په هېوادونو کې نژدې ۲۵ میليونه ماشومان له ورته ستونزو څخه کړېږي.

د دغه وزارت مرستيال واصل نور مومند چې دا مهال د سويلي اسيا د نوښت ټولنې يا سايواک د لارښود بورډ مشري هم ور په غاړه ده وايي دا مهال شپږ نيم مليونه افغان ماشومان له ډول ډول تاوتريخوالي او ستونزو څخه کړېږي :

جنسي ځورول

''موږ په وار وار ويلي چې په افغانستان کې د هغو شمېرو له مخې چې موږ د ملي او نړيوالو ادارو په مرسته راغونډې کړې دي شپږ اعشاريه پنځه ميليونه ماشومان له ګواښونه سره مخامخ دي چې له دغې ډلې څخه يو اعشاريه دوه ميليونه کارګر ماشومان دي.''

ښاغلي نور مومند وويل دغه ماشومان له تاوتريخوالي جنسي ځورونې ، نشه يي توکو کارولو، او نورو ډول ډول ستونزو څخه کړېږي چې اوس چټکې پاملرنې ته اړتيا لري .

شپږ اعشاريه پېنځه ميليونه د افغانستان د څو مليوني ټولنې لويه برخه جوړي.

د کار ټولنيزوچارو شهيدانو او معلولينو وزارت د غه هېښوونکې شمېرې داسې مهال اعلانوي چې په افغانستان کې له ماشومانو سره د تاوتريخوالي پر ضد قانون هم شته .

ښاغلي نور مومندوويل چې د سويلي اسيا د نوښت ټولنې يا سايواک د لارښود بورډ مشر دی په سويلي کې اسيا کې هم له تاوتريخوالي سره د مخامخ ماشومانو شمېرې ورکړې چې نژدې ۲۵ ميليونه ته رسېږي.

هغه زياته کړه د افغانستان په ګډون په دغو هېوادونو کې د ماشومانو ستونزې سره ورته دي چې نشه يي توکي، قاچاق، تبعيض، زده کړو ته نه لاسری، وهل ټکول ، جنسي تېري ، تر وخت مخکې ودونه او سخت کارونه يې لويې هغه دي.

په افغانستان کې د ماشومانو يوه بله ستونزه جګړه ده چې يا پخپله پکې برخه اخلي او يا د نورو تر منځ د جګړو قرباني کېږي .

واصل نور مومند وايي چې له ماشومانو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي ټول ستراتيژۍ او قوانين يې د سايواک ټولنې له غړو هېوادونو سره شريک کړي او د هغوی له تجربو څخه په ګټنې سره يې په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د سي پان په نوم جال جوړ کړی دی :

''شاوخوا دوه نيم ميليونه ماشومانو د ښوونې او رونې اسانتيا برابره شوې او فعلاً موږ له څلورنيم تر پېنځه میليونه داسې ماشومان لرو چې له ګواښونو سره مخامخ دي چې بايد ډېر چټک خدمتونو او کاري پروګرامونه ورته پيل کړو.''

ښاغلی مومند وايي دغه شمېر يې د نړيوالو ادارو په مرسته برابرې کړې دي .

ورته مطالب