کرزی د 'ایکو' اقتصادي همکاریو غونډې لپاره ترکیې ته ولاړ

د ایکو سازمان د مخکنۍ غونډې عکس ګورﺉ
Image caption په دې غونډه کې د غړو هېوادونو په ګډون د اذربایجان ولسمشر اهلام عليوف او د عراق ولسمشر جلال طالباني چې د سازمان غړي نه دي، هم ګډون کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزی د 'ایکو' سازمان په ۱۱مه غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته ولاړ.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر کرزی به د پنجشنبې په ورځ د 'ایکو' سازمان د مشرانو په غونډه ګې د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه وینا وکړي.

د افغانستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ په دې درې اړخیزه پنځمه غونډه کې د ګډون لپاره له ولسمشر کرزي سره ځينې جګپوړي افغان چارواکي هم ملګري دي.

ولسمشر کرزی به د سفر په درشل کې د ترکیې له ولسمشر عبدالله ګل، لومړي وزیر رجب طیب اردوغان او د 'ایکو' سازمان د غړو هېوادونو له یو شمېر نورو مشرانو سره وګوري.

په دې غونډه کې د غړو هېوادونو په ګډون د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف او د عراق ولسمشر جلال طالباني هم ګډون کوي، چې د دغه سازمان غړي نه دي.

سربېره پردې د ایران او پاکستان ولسمشران محمود احمدي نژاد او اصف علي زرداري هم وربلل شوي دي.

ولسمشر کرزی به د جمعې په ورځ د افغانستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ په درې اړخیزه پنځمه غونډه کې چې د سر موضوع یې سیاسي، اقتصادي او کولتوري اړيکي دي، ګډون او خبرې وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې له هغه سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا، د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي، د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال، او یو شمېر نور چارواکي ملګري دي.

ورته مطالب