د غزني د سمسورتيا لپاره نوې هڅې پيل شوې

د غزني يوه تاريخي ودانۍ
Image caption غزنی د افغانستان له مهمو او تاريخي ولايتونو څخه دی چې په 2013 کال کې د اسلامي نړۍ کولتوري پلازمېنه نومول شوې، خو نازک امنيتي حالات پکې د ډېرو پر مختګونو پر وړاندې خنډ بلل کېږي.

افغان حکومت پتېيلې چې تر ۲۰۱۳ کاله پورې د غزني ولايت د لرغونو ځايونو د بيا رغونې او جوړونې ترڅنګ د دغه ښار ښکلا،شينوالي او چاپېريال ساتنې ته هم پام وکړي.

د افغانستان د يو شمېر نورو ښارونو په څير غزنی هم هغه ولايت بلل کېږي چې د ځنګلونو، ونو او شنو بوټو د کموالي له کبله يې چاپېريال ککړ او د ښار ښکلا يې تته ده.

اوس افغان حکومت هوډ لري چې د نويو بوټو او ونو په کرلو سره تر ۲۰۱۳ کاله پورې د دغه ولايت څېره بدله او چاپېريال ساتنې ته يې ډېره پام وکړي.

همدغې موخې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د کرنې وزارت په پام کې لرې تر راتلونکو دريو کلونو پورې په غزني کې يوه ميليون نيالګي او نوي بوټي وکري.

د دغه وزارت وياند مجيدالله قرار وايي وار له مخې يې لا دغلته دوه نيم لکه بوټي کرلي ،او هوډ لري تر بل کاله دغه شمېره څلور لکو ته ورسوي:

ښاغلي قرار وويل، د دغو بوټو د اوبو لګولو سيسټمونه يې هم په پام کې نيولې او د دغه کار پرمټ ښايي د ده په خبره زرګونه غزنيوالو ته کاري زمينې هم برابرې شي.

غزنی شاوخوا درې کاله مخکې د ليبيا په پلازمېنه طرابلس کې د اسلامي هېوادونو د فرهنګي پلازمېنې په توګه اعلان شو او له هغه وخته را وروسته د دغه ولايت بيا رغونې او جوړونې لپاره لومړنۍ هلې ځلې هم پيل شوې.

د غزني د سيمه ييزو چارواکو په خبره تراوسه د لسو تاريخي ځايونود بيا رغونې پر پروژې سربېره په نورو برخو کې هم کار پيل شوی خو ټينګار کوي چې دغه هڅې بايد لا پسې ګړندۍ شي.

د غزني د بيا رغونې لپاره افغان حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مشرۍ يو کمېسيون ټاکلی چې د ارزونو له مخې يې د دغه ولايت پر بيا رغونې دوه سوه مېليونه ډالره لګښت راځي،خو حکومت يې يوازې د دولسو ميليونه ډالرو د لګولو توان لري.

Image caption د غزني والي موسی اکبرزاده وايي نړيواله ټولنه په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونه بايد دغزني بيارغونې ته ډېر پام وکړي.

دغه کمېسيون په وار وار له نړيوالو او په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو غوښتي چې په دغې برخه کې ورسره مرستې وکړي،خو په خبره يې له ژمنو سره سره لا تر دې دمه چا ورسره کومه پاموړ مرسته نه ده کړې.

څه موده وړاندې د غزني والي موسی خان اکبرزاده هم په دې تړاوو د کار له پڅوالي سر وټکاوه او پر نړيوالو يې د مرستې د کولو غږ وکړ.

افغان حکومت هوډ لري تر ۲۰۱۳ کاله پورې په غزني کې ۴۵ بېلابېلې پروژې عملي کړي چې،د تاريخي ځايونو پر بيا رغونې سربېره د يوه پراخ کتابتون ، موزيم ،د غزني د لرغوني ښار بيا رغاونه او د يوه هوايي ډگر جوړول په کې شامل دي.

د ځمکني ترانسپورت پراختيا، د سړکونو پخول، د اوبو رسولو او د کاناليزاسيون د سيستمونواو د يو شمېر لوکسو هوټلونو جوړول د دغو پروژو نورې مهمې برخې يادېږي.

غزنى د اسلامي تاريخ او د منځنۍ او سويلي اسيا د تېر هغه برخه ده چې تر ټولو زيات يې د لسمې ميلادي پېړۍ په پاى او يوولسمې پېړۍ کې نوم ايستلى.

د محمود غزنوي د سلطنت په پېر کې غزنى د غزنوي امپراتورۍ مرکز و.

هغه مهال د دغې امپراتورۍ لمنې د هند تر نوي ډيلي، د ايران تر سوېله او د منځنۍ اسيا تر پخوانۍ بخارا پورې رسېدې.