کندهار ته "د ايراني وسلو يو قاچاقوونکى" نيول شوى

په افغانستان کې يو ځل بيا د ايراني وسلو موضوع د هغه سړي په نيول کېدو سره د خبرونو سرته راغله چې لوېديځ چارواکي وايي له ايران نه يې کندهار ته وسلې رسولې.

په لومړنيو رپوټو کې دغه سړى د ايران د انقلابي ساتونکو د قدس د ممتاز ټولگي غړى بلل شوى و، خو آيساف وروسته وويل چې نويو شواهدو يې دغه خبره ناسمه ښودلې ده.

باور دى چې د هغه کار، له ايران نه د وسلو چمتو کول او طالبانو ته رسول و.

ايران له افغانستان سره اوږده پوله او يوه گډه ژبه لري او لوېديځ چارواکي دا اوږده کلونه تهران تورنوي چې په افغان چارو کې لاس وهي. ايران دا ردوي او وايي يوازې يې د خپلو گټو ساتنه کړېده.

افغانان پخپله هم زړه نه کوي چې په دې اړه خوله پرانيزي ځکه وېرېږي هسې نه چې ځواکمن گاونډى يې وقهرېږي.

خو اوس امريکايي ځواکونه وايي چې له ايران نه يې طالبانو ته د وسلو يو رسوونکى نوى نيولى دى. د شپې په دغه چاپه کې ځواکونه د آرغنداب په وادۍ کې له يوې ودانۍ راتاو شول او درې کسه يې ونيول.

يو تن يې د آيساف يوه وياند طالبانو ته د وسلو يو مهم چمتو کوونکى وباله. دى د نيمروز پر پوله له ايران نه کندهار ته د وسلو په راوړلو په نښه شوى دى.

په خبرونو کې راغلي وو چې دى د ايران د القدس ځواکونو غړيتوب لري، خو چارواکو وروسته وويل چې دا خبره داسې نده.

دا عمليات په لندن کې له دې خپرو شويو رپوټونو سره هم مهاله شوي چې وايي ايران د القاعده يو شمېر جگپوړي غړي له زندان نه پرېښي دي.

د ټايمز ورځپاڼې د پاکستاني استخباراتو د يوه غړي له خولې ليکلي چې هغوى تر څه ځايه د هغه ايراني ډېلپمات په بدل کې پرېښودل شوي چې په ٢٠٠٨ کال کې قبايلي سيمو ته تښتول شوى و.

دغه بې ادارې سيمې د طالبانو او القاعدې پلوي ډلې په افغانستان کې پر ناټو ځواکونو د بريدونو لپاره کاروي.

د ناټو غړي له دغو ياغي ډلو سره د ايران پر مرستو په زياتېدونکي ډول اندېښنې څرگندوي. تر اوسه د ايران د ادعا شوې لاسوهنې په اړه ډېر لږ دقيق شواهد وړاندې شوي دي.

افغان حکومت په ظاهره دغه ادعاوې له خپل ځواکمن گاونډي سره د اړيکو د حساسيت له امله بې ارزښته ښودلي دي.

له بلې خوا له يوې سني ډلې سره د شيعيه روحاني واکمنۍ دا ډول مرسته هم عجيبه برېښي.

خو د امريکا ددفاع وزارت يو وروستى رپوټ وايي د ايراني مشرتابه تگلاره داده چې له گڼو ډلو سره ددې لپاره ملاتړ جاري وساتي چې "د بهرنيو ځواکونو د شتوالي او د هغوى د کوربه حکومت په وړاندې" ځان ته د خونديتوب شپول ولري.