د افغانستان ملي المپیک: په ۱۳ ولایتونو کې سټډیمونه جوړوو

د کابل غازي سټديم
Image caption دا مهال په افغانستان کې د ګوتو په شمیر ولایتونو کې د لوبو سټیډیمونه شته چې، پام وړ یې د کابل غازي سټیډیوم یادولی شو.

د افغانستان د ملي المپیک اداره وايي د هېواد په شپږو ولایتونو کې د نویو سټیډیمونو د جوړولو کار پیل کړی او ډېر ژر به په شاوخوا همدومره نورو ولایتونو کې هم د نویو سټیډیمونو جوړول پیل کړي.

د چارواکو په خبره د دغو سټیډیمونو پرجوړیدو مېلیونونه ډالره لګیږي،چې د یو شمیرهغو لګښت یې ایساف اود ځېنو نوروهغوی یې بیا بهرنۍ موسسې ورکوي.

د اولمپیک اداره وايي هر نوی جوړیدونکی سټیډیوم به د شاوخوا شلو زرو نندارچیانو د ناستې ځای، د لوبغاړو او اداره چارواکو لپاره دفترونه ولري.

دا مهال د افغانستان په کچه د لوبو لپاره معیاري میدانونه او سټیډیمونه د ګوتو په شمېر دي چې د چارواکو په وینا په نشت بلل کېږی.

د افغانستان د ملي اولمپیک اداره وايي په شاوخوا ۱۳ ولایتونو کې د نویو سټیډیمونو په جوړېدو سره به په دغه هېواد کې ورزش لا پرمختګ وکړي، او لوبغاړو ته به هم یو شمېر وړ او معیاري میدانونه برابر شي،چې تر ډېره له همدغه اړخه شکایت لري.

د اولمپیک چارواکي وايي دغه نوي سټیډیمونه د اوس لپاره په یو شمېر ختیځ، سوېل ختیځ او شمالي ولایتونو کې جوړېږي چې وروسته به د هېواد په نورو ډېرو ولایتونو کې هم جوړ شي.

د افغانستان د ملي المپیک د ادارې مشر ظاهر اغبر بي بي سي ته وویل په دغو جوړېدونکو سټیډیمونو کې به د فوټبال، والیبال او ځغاستې سربېره ګڼې نورې لوبې به ترسره شي.

د ښاغلي اغبر په خبره دغه نوي سټیډیمونه که څه هم د نړیوالو هغو سره نه شي پرتله کېدای، خو په خبره یې د جنګ ځپلي افغانستان د سپورټ په ډګر کې یوه لویه لاس ته راړونه بلل کېږي.

د ښاغلي اغبر وايي پر دغو سټیډیمونو کې ميلیونونه ډالره لګښت راځي چې تر ډېره د المپیک له پراختیايي بوديجې څخه ورکول کېږي.

نوموړي وویل د سپورټ له یو شمېر نړیوالو ټولنو سره یې هم اړیکه ټینګه کړې چې په دغه برخه کې له افغانستان سره لا نوره مرسته وکړي او هغوی ورته هم په دغه برخه کې د مرستې کولو ژمنه کړې ده.

Image caption افغان کریکټ ملي لوبډلې په دې وروستیو کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې.

دا مهال په افغانستان کې د ګوتو په شمېر ولایتونو کې د لوبو سټیډیمونه شته چې پام وړ یې د کابل غازي سټیډیم یادولی شو.

د افغانستان د ملی المپیک اداره داسې مهال د دغو نویو میدانونو د جوړېدو خبره کوي چې افغان لوبغاړي د پرمختللیو وسایلو او میدانونو له نشتوالي شکایت لري.

افغانستان په دې وروستیو کې د لوبو په ډګر یو شمېر مهمې لاس ته راوړنې درلودلې په ځانګړي ډول په کریکټ او تیکواندو کې.

د لوبو یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې که کور د ننه د لوبو پرمختللي وسایل او امکانات برابر شي، ښايي د نړۍ له یو شمېر مشهورو او پیاوړو لوبډلو او لوبغاړو سره څخه هم سیالۍ وګټي.

ورته مطالب