بلاټس: د پاکستان ناامنۍ افغانستان ته 'جدي ګواښ' نه دی

جوزف بلاټس
Image caption په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاټس وايي دغه نښتې د اندېښنې وړ دي خو هومره هم نه، چې افغانستان له کوم جدي ګواښ سره مخامخ کړي:

افغان حکومت اندېښنه ښوولې چې له پاکستان سره پر ګډه پوله ، قبايلي سيمو کې روانې نا امنۍ هسې نه افغانستان ته راپورې وزي او امنيتي حالت ګډوډ کړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي دوی له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دي او پاکستانی لوری هم بايد په دغې برخه کې جدي عمل وکړي.

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو هم په دغو سيمو کې د نا امنۍ او تاوتريخوالي له امله اندېښنه څرګنده کړې خو ويلي يې دي پر افغانستان به ډېره اغېزه و نه کړي.

د پاکستان شمال لويديزې سيمې په ځانګړي ډول باجوړ ايجنسۍ چې د افغانستان له ختيز ولايت کونړ سره پر پوله پرته ده، له شاوخوا يوې اونۍ راهيسې پکې د تاوتريخوالي پېښې روانې دي .

افغان حکومت په دغې سيمه کې د طالبانو او پاکستاني پوځ تر منځ د جګړو له امله اندېښنه ښوولې او وايي شونې ده له دې سره په کونړ او پر پوله پرتو، نورو سيمو کې هم امنيت خراب شي .

د افغانستان د فاع او کورنيو چارو وزارتونه له پاکستان سره د ښو اړيکو په پلمه په دغې برخه کې له خبرو کولو ډډه کوي خو د بهرنيو چارو وزارت وياند ظاهر فقيري وايي د افغانستان او پاکستان تر منځ د شويو تړونونو له مخې پاکستان بايد د ترهګرۍ ضد مبارزه کې جدي و اوسي:

''موږ له پاکستاني چارواکو سره پر دې خبرې لرلې، چې د ترهګرۍ پر جرړو ايستلو بايد فشار زيات شي، ځکه چې پاکستان کې هر راز ناامني د افغانستان ناامنۍ ته لمن وهي، همدارنګه د افغانستان نارامنۍ د پاکستان پر ګډوډۍ اغېز کوي، همدا ده چې د ترهګرۍ سرچينې او مالي منابع بايد له منځه يووړل شي.''

د راپورونو له مخې پاکستاني پوځ د شنبې پر ورځ تر هغه وروسته په دغو سيمو کې پوځي عمليات پيل کړل چې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې دغلته تر ۴۰ ډېر تنه ووژل شول .

ويل کېږي د پوځ په دې تازه عملياتو کې تر دې مهاله ۴۰ طالبان وژل شوي دي .

دغو شخړو او جګړو له هغه وروسته زور واخيست چې په مومندو ايجنسۍ کې شاوخوا ۱۵۰ طالبان د پاکستاني پوځ پر څو پوستو ور وختل او لږ تر لږه ۱۱ پوځيان يې ووژل .

په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو د پاکستاني پوځ او طالبانو تر منځ نښتو له امله اندېښنه ښوولې ده .

ريپوټ دلته اورېدلی شئ

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ددغو ځواکونو يو وياند جنرال جوزف بلاټس وايي دغه نښتې د اندېښنې وړ دي خو هومره هم نه، چې افغانستان له کوم جدي ګواښ سره مخامخ کړي:

''زه تاسې ته ويلای شم چې د پولې پر دواړو غاړو تاوتريخوالي شته او په دغې برخه کې توافقات هم شوي دي. له همدې امله موږ د افغان امنيتي ځواکونو، پاکستاني پوځ او ايساف ځواکونو ترمنځ د درې اړخيزې غونډې شاهدان و چې د پولې دواړو غاړو ته د تاوتريخوالي په اړه يې خبرې وکړې .

د پولې دواړو غاړو ته د تاتريخوالي د څپې د مخنيوي په باره کې زه دا نه شم ويلای چې په دغه موسم کې به له ختيځ څخه لوېديځ راوغځېږي او ګواښ به پېښ کړي.

Image caption د تېرې شنبې پر ورځ د باجوړ په 'خار' ښار کې یوه ځانمرګي برید لږترلږه ۴۴ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپيان کړل.

پاکستاني پوځ ډېرې ژمنې کړې دي او امنيتي ځواکونه يې د قبايلي سيمو په اوو اينجنسيو کې ځای پر ځای کړي دي . زه ويلی شم چې اندېښنې شته خو دا نه شم ويلای چې افغانستان ته يو واقعي ګواښ متوجه دی.''

په دغو سيمو کې په وار وار هغه اکمالاتي ټانکرونه او ګادي ويشتل شوي او سوځول شوي چې په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته به يې توکي رسول.

ورته مطالب