د هرات ادبي ټولنه ۸۰ کلنه شوه

.
Image caption اوس تمه کېږي چې د دې او دې ته ورته ټولنو څخه د دولت لخوا اقتصادي بنسټيز ملاتړ وشي چې په پايله کې افغان ليکوال او شاعران په دې وتوانېږي چې خپلو کولتوري فعاليتونو ته په لوړه او پراخه کچه دوام ورکړي.

د هرات ادبي ټولنه ۸۰ کلنه شوه - په دې مناسبت ګڼ شمېر افغان ليکوالو او شاعرانو د يوه جشن په ترڅ کې د دې ټولنې ادبي او کولتوري فعاليتونه وارزول.

د هرات د ادبي ټولنې رياست وايي د هرات کولتوري څېرو د دې ټولنې په چوکاټ کې ډېرې هلې ځلې کړې، خو د اقتصادي ستونزو له کبله يې فعاليتونه تل محدود پاتې شوي. په افغانستان کي تر ټولو ولايتونو او ان پلازمېنې کابل مخکې ادبي ټولنه په ١٣٠٩ لمريز کال کې د ارواښاد عبدالکريم احراري او يوشمېر نورو افغان ليکوالو په هڅه په هرات کې جوړه شوه.

د دي ټولنې کار په دې اتو لسيزو کې کله چټک او کله په ځنډ ترسره شوي، خو پر دې ټولو سربېره، د کتابونو او ادبي مجلو خپرول د ادبي غونډو جوړول او کولتوري فعاليتونو ته د يوشمېر ځوانانو وربلل د دې ټولنې د مهمو فعاليتونو په فهرست کې ثبت شوي دي.

د هرات د ادبي ټولنې ريیس م مسعود رجايي وايي: '' د هرات د ادبي ټولنې په نوښت او هڅه ګڼ شمېر ځوان ليکوال او شاعران د ادبي فعاليتونو ډګر ته ورمات شوي دا په دې مانا ده چې دې ټولنې د ادبي او کولتوري فعاليتونو ترسره کولوته د ځوانانو د هڅولو په ډګر کې مهم رول لوبولي.''

Image caption مسعود رجايي:''د هرات د ادبي ټولنې په نوښت او هڅه ګڼ شمېر ځوان ليکوال او شاعران د ادبي فعاليتونو ډګر ته ورمات شوي دا په دې مانا ده چې دې ټولنې د ادبي او کولتوري فعاليتونو ترسره کولوته د ځوانانو د هڅولو په ډګر کې مهم رول لوبولي.''

افغان ليکوال او د هرات د ادبي ټولنې غړي ګل احمد نظري اريانا وايي په هرات کې د دې ادبي ټولنې جوړېدل د دي سبب شو چې د ورته هڅو انګيزه د افغانستان په نورو سيمو او ولايتونو کې هم رامنځ ته شي: ''د دې انجمن په رامنځ ته کېدو سره د يوې مجلې لپاره چې د هرات ادبي مجله وه، زمينه برابره شوه او دا مجله خپره شوه خلکو ته يې په مختلفو برخو کې مالومات ورکړل د دې زمينه هم برابره شوه چې د دې انجمن په اړخ کې د نورو ادبي ټولنو د بنسټ ډبره هم کېښودل شي لکه د کابل ادبي انجمن.'' د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس ولي شاه بهره بيا وايي هڅه کيږي د دي ټولنې لخوا په تېرو ۸۰ کلونو کې د شويو هلو ځلو او کارونو پر بنسټ نوي کولتوري پروګرامونه هم عملي شي. اقتصادي کمزورتيا او کولتوري فقر د هرات ادبي ټولنې ډېری غړي وايي سره له دې چې د دې ټولنې په چوکاټ کې مهم کولتوري او ادبي کارونه ترسره شوي، خو وايي که اقتصادي ستونزې چې د دوی په وينا تل يې ليکوال له محدوديتونو سره مخامخ کړي نه وای دوی به نن تر دي هم ډېرې لويې لاسته راوړنې درلودې.

اوس تمه کېږي چې د دې او دې ته ورته ټولنو څخه د دولت لخوا اقتصادي بنسټيز ملاتړ وشي چې په پايله کې افغان ليکوال او شاعران په دې وتوانېږي چې خپلو کولتوري فعاليتونو ته په لوړه او پراخه کچه دوام ورکړي.

ورته مطالب