د معترضو نوماندانو د ادعاوو لپاره د ځانګړې محکمې غوښتنه

ښاغلی کرزی
Image caption ارګ وايي دغه محکمه به واک ولري چې د وږي د اوويشتمې د ټاکنو په اړه راپورته شويو حقوقي ادعاوو په اړه پلټنې وکړي.

افغان ولسمشر د ولسي جرګې په تېرو ناندريزو ټاکنو کې د معترضو نوماندانو د حقوقي ادعاوو د ارزونې په موخه د ځانګړې محکمې جوړېدل منظور کړي دي.

ارګ وايي دغه محکمه به واک ولري چې د وږي د اوويشتمې د ټاکنو په اړه راپورته شويو حقوقي ادعاوو په اړه پلټنې وکړي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ولسمشر ددغې پرېکړې په غبرګون کې يو ځل بيا ټينګار وکړ چې د ټاکنو اړوند مسايل پای ته رسېدلي او هېڅ بنسټ نه شي کولای په دې اړه بله پرېکړه وکړي.

د ولسي جرګې د ټاکنو د وروستيو پايلو له اعلان څخه شاوخوا يوه مياشت تېرېږي خو لا هم ددغو ناندريزو او د سرغړونو له پراخو ادعاوو سره ملګرو ټاکنو په تړاو تاوده بحثونه روان دي .

نوی پرمختګ د ولسمشر حامدکرزي له لوري په ټاکنو کې د حقوقي ادعاوو د ارزونې لپاره د هغې ځانګړې محکمې منظورول دي چې تېره اوونۍ يې سترې محکمې وړانديز کړی و .

د نوې ځانګړې محکمې مشري به د کابل د استيناف محکمې مشر کوي.

د ولسمشر کرزي حقوقي او عدلي سلاکار نصرالله ستانکزی وايي دغه محکمه حق لري چې په ټاکنو کې حقوقي ادعاوې وارزوي :

''دا د سترې محکمې صلاحیت دی چې ولسمشر تهد یوې ځانګړې محکمې وړانديز وکړي او د ولسمشر صلاحیتونه هم دا دي چې دا موضوع تایید او یا رد کړي، لکه څرنګه چې سترې محکمې مخکې هم ويلي، چې د غې ځانګړې محکمې واکونه او قضیې له فساد سره د مبارزې د ځانګړې محکمې لخوا څېړل کېږي. ''

د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د درغليو ، لاسوهنو او سرغړونو ادعاوې د ټاکنو له ورځې راهيسې روانې وې، خو په دې اړه بحثونه هغه مهال لا تاوده شول چې له غزني ولايت څخه په ولسي جرګې کې يوولسو واړو څوکيو ته هزارګان رابريالي شول .

دغه ولايت چې د نفوسو اکثريت يې پښتانه دي په ډېرو ولسواليو کې يې ټاکنې و نه شوې او دې چارې پر حکومت هم ډېرو نيوکو ته لاره پرانيسته.

خو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي شوې ټاکنې سمې او د وروستيو پايلو له اعلان سره سم په دې اړه د نور اړوندو مسايلو دوسيه تړل شوې ده .

ددغه کمېسيون وياند احمدضياء رفعت وايي اوس هېڅ بنسټ نه شي کولای د تېرو ټاکنو په اړه بله پرېکړه وکړي:

''د هېڅ کومې ادارې لپاره کوم قانوني بنسټ نه شته چې د ټاکنو بحث بيا له سره راپيل کړي. هم د ټاکنو په قانون کې او په اساسي قانون کې د ټاکنيزو ادارو واکونه روښانه دي. نو پر دې بنسټ په داسې حال کې چې قانون صراحت ولري خو بيا هم هغه ته تفسير لټول کېږي فکر کوم له دې سره د ټاکنو مسله لا پېچلې کېږي.''

ښاغلی رفعت وايي دوی د ځانګړې محکمې له لوري په ټاکنو کې د جرمي پېښو د پلټنو هرکلی کوي خو په ټاکنو کې د حقوقي پېښو په اړه پرېکړه نه شي کولای.

که د ښاغلي رفعت خبره پر قانوني او حقوقي بنسټ ولاړه وي نو بيا ددغسې محکمې جوړولو ته له لويه سره اړتيا څه وه ؟

Image caption معترضو نوماندانو خپلې غوښتنې او ادعاوې د افغانستان لویې څارنوالۍ ته هم سپارلې دي.

تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د ټاکنو په اړه روان بحثونه او ناندرۍ به تر څه وخته روانې وي خو ولسمشر کرزي ويلي نوې ولسي جرګه به د سلواغۍ پر لومړۍ نېټه پرانيزي.

له دغو ناندريو سره سره د افغان حکومت لويو ملاتړو او د ملګرو ملتونو د سازمان په ګډون نړيوالو بنسټونو د ولسي جرګې د ټاکنو د پايلو هرکلی کړی دی .

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په دې وروستيو کې د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې ددغه هېواد د سياسي ژوند پر لوري يو مهم ګام بللی دی .

ورته مطالب