د سولې عالي شورا له پاکستان سره خبرې کوي

د سولې د عالي شورا غړي
Image caption دا لومړی ځل دی چې له طالبانو سره د خبرو او په افغانستان کې د سولې د راوستو او ټینګېدو په موخه د افغانستان د سولې عالي شورا پاکستان ته سفر کوي.

افغان حکومت وايي په پام کې ده چې را روانه اوونۍ د سولې د عالي شورا یو شمېر غړي له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته ولاړ شي.

په تېر کې هم افغان حکومت په دغه برخه کې د پاکستان او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو رول او مرسته مهم ارزولي و.

دا لومړی ځل دی چې له طالبانو سره د خبرو او په افغانستان کې د سولې د راوستو او ټینګېدو په موخه د افغانستان د سولې عالي شورا پاکستان ته سفر کوي.

د دغه سفر ارزښت په دې کې بلل کېږي چې د دغې شورا غړي به په مخامخ توګه له پاکستان نه له طالبانو سره د خبرو او بیا پخلاینې په برخه کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړي.

یو شمېر افغان چارواکو په تېر کې په وار وار پر پاکستان نیوکې کړي چې د طالبانو لوړ پوړي مشران د دوی په خاوره کې دي او دا چې طالبان په ټول کې د پاکستان تر اغېز لاندې دي، خو اسلام اباد تر ډېره له خپل لوري دا نیوکې رد کړي دي.

پاکستان ته د سولې د عالي شورا د یو شمېر غړو د دغه سفر مشري به د افغانستان پخوانی ولسمشر او د همدغې شورا رییس برهاندین رباني کوي.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند وحید عمر په کابل کې د یادې شوې شورا د سفر په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل:

'' پخوانی ولسمشر برهان الدین رباني به د دغه هیأت مشري کوي، د سولې د عالي شورا غړي هم موجود وي، دوی به له ټولو پاکستان جګپوړو چارواکو سره خبرې وکړي.

دوی به له پاکستاني چارواکو نه په افغانستان کې د سولې د راوستو په ارتباط د دوی د نقش، رول او همکارۍ غوښتنه کوي، موږ ډېر هیلمن یو چې دغه سفر ښه نتیجه ولري.''

ښاغلي عمر په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه چې د سولې د عالي شورا دغه غړي به له کومو خاصو پاکستاني چارواکو سره لیده کاته کوي.

افغان حکومت هیلمن دي چې د سولې نوې جوړه شوې شورا به له طالبانو سره د خبرو په برخه کې پرمختګ کوي او دا چې په دغه برخه کې د پاکستان رول هم مهم دی.

پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې د طالبانو اسلامي رژیم یې په رسمیت پیژنده او بله دا چې د طالبانو د تېر حکومت یو شمېر لوړ پوړيو چارواکو د پاکستان په دینې مدرسو کې زده کړې هم کړې وې.

Image caption ولسمشر کرزي څو - څو وارې د دولت پر مخالفینو غږی کړی چې د خبرو میز ته راشي.

د یو شمېر کارپوهانو له انده که پاکستان په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو او طالبانو سره د خبرو په برخه کې د زړه له تله مرسته وکړي، ښايي په دغه برخه کې د افغان حکومت پیل شوي هلې ځلې هم ښه نتیجه ورکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا څه باندې دوه میاشتې د مخه د یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو، د ملي شورا له غړو او مدني ټولنو له یو شمېر استازو نه په دې موخه جوړه شوه چې له طالبانو سره د مذاکرې لارې چارې ولټوي.

د دغې شورا غړي او مشر په کور د ننه هم یو شمېر ولایتونو ته سفرونه کړي چې په دې تړاو د سیمه ییزو مخورو او قومي مشرانو مرستې او همکارۍ یې را ماتې کړي.

ورته مطالب