'په تېرو اتو میاشتو کې د نشه يي توکو ۴۴۴ قاچاقچیان نیول شوي'

کوکنار
Image caption د افغانستان د نشه يي توکو پر ضد عدلي او قضايي څانگه وايي چې دوی سږنى کال لسگونه زره کيلو گرامه نشه يي توکي تر نيولو وروسته سيزلي دي.

د افغانستان د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي څانگه وايي چې په تېرو اتو مياشتو کې يې د نشه يي توکو سلگونه قاچاق کوونکي نيولي دي.

د نشه يي توکيو پر وړاندې عدلي او قضايي څانگه وايي چې په همدغه موده کې يې لسگونه زره کيلو گرامه نشه يي داروگان او هغه کيمياوي توکي هم نيولي چې د هيروئينو په حوړولو کې ترينه کار اخيستل کيږي .

سره له دې چې دا مهال په افغانستان کې بيلابيلې دولتي ادارې د نشه يي توکو د مبارزې په چاره برختې دي ، خو لا هم افغانستان په نړۍ کې د نشه يي توکو د ستر توليدونکي هيواد په توگه پيژندل کيږي ، د افغان چارواکو په خبره چې د دغو توکو ډيره برخه په هغو ولايتونو کې توليديږي چې د نورو هغو پر تله ناامنه او بې تباته دي .

د نشه يي توکو پر شد د افغانستان عدلي او قضايي اداره وايي چې د دوى د شميرو له مخې سلگونه قاچاق کونکي سږنى کال د نشه يي توکو د قاچاقو په تور نيول شوي چې په ډيرو يې ان تر شلو کالو پورې بند ختلى دى.

د يادې ادارې وياند خليل الرحمن متوکل وايي چې له دغې ډلې نه ۳۱ تنه يې د دولت کارکوونکي دي :

''د سږني کال په اتو مياشتو کې د دغه مرکز ابتدايه محکمې ۴۴۴ کسه ، د نشه يي توکو د شديدو جرمونو په تور تر شلو کالو په حبس محکوم کړيدي ، چې په ډله کې يې 32 تنه دولتي کارکونکي ، يو تن يې بهرنى کس دى، دا رنگه په دغې دله کې څلور ميرمنې هم شته او نور هغه يې ټول نارينه دي ، په دغه ډله کې شلو تنو د تورونو د شواهدو د نشتوالي په وجه براات اخيستى.''

ښاغلي متوکل دا هم ياده کړه چې په دې وروستيو ورځو کې ۱۷ تنه قاچاق کوونکي د ابتدايه محکمې له خوا په شلو شلو کالو بند محکوم شوي دي ، هغه نيول شوي قاچاق کونکي د هلمند ، ننگرهار ، هرات ، کندهار او بغلان ولايتونو اوسېدونکي ياد کړه.

د افغانستان د نشه يي توکو پر ضد عدلي او قضايي څانگه وايي چې دوی سږنى کال لسگونه زره کيلو گرامه نشه يي توکي تر نيول وروسته سيزلي دي.

Image caption د نشه يي توکيو پر وړاندې عدلي او قضايي څانگه وايي چې په همدغه موده کې يې لسگونه زره کيلو گرامه نشه يي د اروگان او هغه کيمياوي توکي هم نيولي چې د هيروئينو په حوړولو کې ترينه کار اخيستل کيږي .

سره له دې چې د دغو تورنو د محکمو په اړه کره شواهد نه شته چې دغو تورنو کسانو د څه وړ فشارونو په وجه عدلي او قضايي څانگو ته د خپل جرم په اړه منښتې کړي، خو افغان چارواکي وايي چې تورن کسان د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د نوي قانون په رڼاکې په عادلانه ډول محکمه شوي ، او هر يو يې مدافع وکيل هم درلود.

په دغه قانون کې ويل شوي چې د نشه يي توکو قاچاق کونکي يوازې په بندي کولو او يا د هغوى د ازادۍ په سلبولو محکوميږي، په داسې حال کې چې تير قانون د تورنو کسانو د بندي کولو تر څنگ پر هغوى نغدې جريمې هم لگولې .

ورته مطالب