په افغانستان کې انتخاباتي ناندرۍ هماغسې تودې دي

معترضو نوماندانو یو وار بیا د اعلان شویو پایلو د لغوه کېدو او له سره د ټاکنو د کېدو په غوښتنه په پلازمېنه کابل کې لاریون وکړ.

معترضو کاندیانو په کابل کې د سه شنبې د ورځې په لاریون کې له سترې محکمې وغوښتل چې د انتخاباتي درغلیو په اړه پوره غور وکړي او د شواهدو په رڼا کې له قانون سره سم ګام واخلي.

خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان شوې پایلې قطعي بولي او وايي هېڅ حکومتي ارګان په دې کې د لاسوهنې واک نه لري.

دا څویم ځل دی چې معترض کاندیدان د اعلان شویو پایلو په مخالفت کې لاریونونه کوي.

په کابل کې د سې شنبې په ګهيځ د سترې محکمې د ودانۍ مخې ته راټولو شویو لسګونه معترضو کاندیانو ادعا درلوده چې له دوی سره د انتخاباتي درغلیو په تړاو کافي شواهد شته او او دغه شواهد د هغوی په وینا دا ثابتوي چې د سنبلې/وږي د میاشتې د انتخاباتو په بهیر کې له قانون نه سرغړونې شوې.

دغه معترض کاندیدان له سره د انتخاباتو د کېدو غوښتنه لري، خو کتونکي د افغانستان امنيتي او اقتصادي حالت ته په کتو او دا راز د انتخاباتو د اعلان شویو پایلو په اړه د نړیوالۍ ټولنې دریځ ته په کتو د انتخاباتو بیا ترسره کېدل‎ یوه ستونزمنه خبره بولي.

زما په نظر د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپل ماموریت او مسوولیت په سم ډول سرته رسولی دی. دا راز د پایلو په اعلان سره د ټاکنو بهیر بشپړ شوی او دوسیه یې تړل شوې ده.

نور محمد نور

حقوق پوه نصرالله ستانکزی وايي دا ډول غوښتنه د بریالیو نوماندانو پر حق تیری او د ولس رایو ته سپکاوی دی:

''د پروسې د بطلان مساله نه شي مطرح کېدی. خو که څوک دعوا لري نو ځانګړې محکمې ته ورتلی او خپل حق غوښتلی شي. زما په باور د ټول بهیر باطلېدل ډیموکراسۍ ته تاوان پېښوي.''

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم اعلان شوې پایلې قطعي او له قانون سره سمې بولي او وايي دوی خپل مسوولیت په سمه توګه ترسره کړی دی.

د کمیسیون ویاند نورمحمد نور وايي له دې وروسته د اعلان شویو پایلو په تړاو خبرو ته څه ځای نه دی پاتې:

معترض کاندیدان

معترضو کاندیانو د سترې محکمې مخې ته د لاریون پرمهال د انتخاباتو د اعلان شویو پایلو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

''زما په نظر د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپل ماموریت او مسوولیت په سم ډول سرته رسولی دی. دا راز د پایلو په اعلان سره د ټاکنو بهیر بشپړ شوی او دوسیه یې تړل شوې ده.''

بل لور ته بریالي کاندیدان هم د نوې ولسي جرګې په پرانیستل کېدو کې د راغلي ځنډ له اړخه نیوکې لري او له ولسمشر کرزي ژر ترژره د نوې ملي شورا د فعالیت د پیلېدو غوښتنه کوي.

د ښاغلي کرزي ژمنه هم دا ده چې شاوخوا درې اوونۍ وروسته به نوې ملي شورا پرانیزي.

ښاغلي کرزي دا راز د انتخاباتي درغلیو د ارزولو لپاره د یوې ځانګړې محکمې د جوړېدو امر کړی او د انتخاباتي لانجو د اوارولو واک یې همدغې ځانګړې محکمې ته سپارلی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .