د افغانستان څلور هوايي ډګرونه په نړیوال معیار جوړېږي

د کابل نړیوال هوايي ډګر
Image caption د افغانستان هوايي ترافيک اوس د بهرنيو ځواکونو له لوري کنټروليږي او ويل کيږي چې په دې برخه کې د بهرنيو او افغان مسوولينو تر منځ نه همغږي کله نا کله ستونزې را ټوکوي.

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي په راتلونکي يوه کال کې به د کابل په ګډون د افغانستان درې نور هوايي ډګرونه په نړيوالو سټنډرډونو عيار کړي.

وزارت د عايداتو له اړخه سږنی کال مهم بولي وايي سږکال يې له هوايي ترانسپورت نه شاوخوا ۴۵ميليونه ډالره عوايد ترلاسه کړي چې د تېر کال په پرتله ۱۵سلنه زيات دي.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت وايي د کابل، کندهار، هرات او بلخ هوايي ډګرونه به تر راتلونکي يوه کاله د نړیوالو الوتنو لپاره چمتو کړي او ټولې هغه اسانتیاوې به ورته برابرې کړي چې په نړيوالو معيارونو د يوه سمبال هوايي ډګر لپاره اړينې دي.

د ترانسپورت سرپرست وزير داود علي نجفي بي بي سي ته ووېل چې د پروازونو خونديتوب او د هوايي ډګر امنيت ساتل د نورو ترڅنګ د هوايي ډګرونو د معياري کېدو دوه مهم شرطونه دي:

''هیلمن یو چې تر راتلونکي کاله به د افغانستان څلور هوايي ډګرونه په نړیوالو معیارونو برابر شي، او امنیت یې باید ډاډمن شي.''

ښاغلي نجفي په راتلونکي ميلادي کال کې د هغو ۲۲ ځايي هوايي ډګرونو د ترميم او بيا جوړونې د کار د پیل خبر هم ورکړ چې کار به يې په دوو کلونو کې بشپړ شي.

وزارت وايي په دې سره به د ولايتونو او پلازمېنې ترمنځ اوسنۍ واټن تر ډېره راکم شي او هغو سيمو ته به ورتګ اسانه شي چې د ژمي په موسم کې يې ځمکنۍ لارې واورو پوښلي وي.

د ترانسپورت سرپرست وزير سږني عايدات تر مخکنيو کلونو ښه بولي . داود علي نجفي وايي سږکال يې يوازې هوايي چلند ورته ۴۵ ميليونه ډالره ګټلي دي چې د تېرکال په پرتله ۱۵ په سلو کې زيات دي.

دی وايي د عوايدو د را ټولو په برخه کې يې نوي پلانونه مخته کړي چې په پلي کېدو سره به يې دعوايدو اوسنۍ کچه دوه برابره ته وخيژي:

''پلان لرو چې په هوايي ډګرونو کې د عوایدو اتومات سیستم وکارول شي، چې له دې سره به زموږ د اټکل له مخې راتلونکی کال زموږ عواید دوه برابره ډېر شي.''

ښاغلي نجفي د هوايي ترافيک د کنټرول په برخه کې د پرسونل د نشتوالي ننګونې ته په اشارې سره ووېل د دې غم يې هم خوړلی او په راتلونکې يوه مياشت کې به ورته يوه ځانګړې اکاډمي افتتاح کړي چې د ده په خبره له دغې اکاډمۍ فارغېدونکي به د هوايي ترافيک په برخه کې شته نيمګړتياوې لرې کړي.

Image caption ښاغلی نجفي دغه راز وويل په افغانستان کې د خصوصي او دولتي هوايي شرکتونو د الوتکو د تخنيکي ارزونې چارې تر راتلونکو دوو مياشتو بشپړيږي او له هغو سره به قانوني چلند وشي چې الوتکې يې په نړيوالو معيارونو برابرې نه دي.

د افغانستان هوايي ترافيک اوس د بهرنيو ځواکونو له لوري کنټروليږي او ويل کيږي چې په دې برخه کې د بهرنيو او افغان مسوولينو ترمنځ نه همغږي کله نا کله ستونزې را ټوکوي.

ښاغلی نجفي دغه راز وويل په افغانستان کې د خصوصي او دولتي هوايي شرکتونو د الوتکو د تخنيکي ارزونې چارې تر راتلونکو دوو مياشتو بشپړيږي او له هغو سره به قانوني چلند وشي چې الوتکې يې په نړيوالو معيارونو برابرې نه دي.

د روان کال په لومړيو کې د افغانستان په شمال کې د يوه خصوصي هوايي شرکت د يوې الوتکې د لويدو په پېښه د لسګونو کسانو تر وژل کېدو وروسته افغانستان ولسمشر د ترانسپورت وزارت ته لارښوونه وکړه چې ټولې دولتي او د خصوصي شرکتونو الوتکې له تخنيکي پلوه و ارزوي او هغه چې په نړيوالو معیارونو نه دي برابرې د الوتنو له نوملړه دې وباسي.

ورته مطالب