غالب: د هېواد ځينې قوانین 'بیا کتنه' غواړي

ښاغلی غالب
Image caption ښاغلي غالب وويل چې په ځينو قوانينو کې د تشو پاتې کيدو يو لامل دادى چې په عدلي اوقضايي برخو کې اړين کارپوهان نه وو.

د افغانستان د عدليې وزارت وايي چې ددغه هېواد ځينې قوانين بيا کتنې ته اړتيا لري او په ځينو برخو کې خو بايد نوي قوانين جوړ شي.

د ياد شوي وزارت چارواکي وايي چې د حقوقي او عدلي کارپوهانو لږوالى او کموالى ددې لامل شوې دى چې په جوړو شويو قوانينو کې نيمگړتيا پاتې شي.

د عدليې وزير حبيب الله غالب وايي چې ددې ستونزو د مخنيوي په موخه بايد، په عدلي او قضايي برخو کې کاپوهان وروزل شي،او هغه ناوړه دودونه چې په پوۀ نا يوۀ شکل يې ځينو قوانينو ته لاره کړې بايد چې بيرته ترې وويستل شي.

افغان حکومت په تيرو نهو کلونو کې يوه پام وړ لاس ته راوړنه دا بولي چې په بيلابيلو برخو کې يې نوي قوانين جوړ کړي او توشيح کړي دي.

په دې برخه کې تر ټولو ارزښتناک يې د افغانستان اساسي قانون بلل کيږي،چې ددغه هيواد نور قوانين ترې سرچينه اخلي،د ملي شورا په جوړېدو سره په يو شمير نورو برخو کې هم نوي قوانين تصويب شول، يا په زړو قوانينو کې بدلونونه راوستل شول، خو کله چې دغه قوانين پلي شول څرگنده شوه چې له دغو قواينو څخه يو شمير يې تعديل او بدلون ته اړتيا لري.

د افغانستان د عدليې وزير حبيب الله غالب وايي ددې تشې د ډکولو په موخه بايدځينې قوانين بدلون ومومي او ځينې له سره نوي جوړ شي:

''يو شمير ټولنيز او کلتوري مسايل شته چې د قانون د نشتوالي له کبله يې يوه ټولينزه ستونزه جوړه کړې ده، په کومو برخو کې چې قانون نشته يا په کې ستونزې پيدا شوې دي دا غوښتنه لري چې بايد نوي قوانين جوړ کړو.''

ښاغلي غالب وويل چې په ځينو قوانينو کې د تشو پاتې کيدو يو لامل دادى چې په عدلي اوقضايي برخو کې اړين کارپوهان نه وو.

Image caption د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير بي بي سي ته وويل چې د نوى ولسي جرگې په پرانیستلو سره به د رسنيو د تعديل طرح ور واستوي.

د عدلیې د وزیر په وينا، په حقوقي برخو کې پنځه په سلو کې کسان کارپوهان بلل کيداى شي،چې دا شميره بايد مخ پورته لاړه شي.

په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د ملي شورا استازو هم د ځينو قوانينو په اړه ناندرۍ وهلې، د شيعه وگړو د شخصي احوال قانون، د ښځو پر وړاندې د نه تاو تريخوالي قانون او د ماشومانو د سرغړونو قانون هغه قوانين دي چې د گڼو مادو په اړه يې په ملي شورا کې تودې خبرې وشوې او ان ناندرې ووهل شوې.

سربېره پر دې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير بي بي سي ته وويل چې د نوى ولسي جرگې په پرانیستلو سره به د رسنيو د تعديل طرح ور واستوي.

ورته مطالب