قزاق وکيلانو ولسمشر نظربايف نور لس کاله پر څوکۍ پرېښود

نظربايف
Image caption که د ټولپوښتنې ځواب هو راوخيژي، نظربايف به يوه بله لسيزه او تر هغو چې ۸۰ کلن کېږي، پر واک پاتې شي.

د قزاقستان پارلمان هغه پلان ومانه چې د ولسمشرۍ دوه را روانې ټاکنې ددې لپاره فسخه کوي چې د اوږدې مودې واکمن نور سلطان نظربايف ته تر ٢٠٢٠ کاله پر واک د پاتېدو لاره پرانستل شي.

پارلمان چې ټول وکيلان يې د ولسمشر له گوند څخه دي، وايي چې اوس بايد دغه طرحه يوې ټولپوښتنې ته وړاندې شي.

پارلمان د غوړه مالۍ پر ژبه يادونه کړې چې د قزاقستان راتلونکې په هغه کس پورې اړه لري چې دوى لومړنى ولسمشر، د ملت بابا او د خپلواک دولت بنسټ ايښودونکى بللى دى.

د همدې وفادارۍ او موافق چلند له امله ده چې مخالف سياستوال وايي هيواد يې لا زياتې ولسواکۍ ته اړتيا لري.

خو دا دوه لسيزې کېږي چې په قزاقستان کې ټوله لوبه نژدې د يوه سړي په لاس کې ده.

نورسلطان نظربايف چې د پولادو په فابريکه کې کارگر و، د شوروي اتحاد د کمونست گوند د سياسي بيورو تر غړيتوبه ورسېد او چې کله په ١٩٩١ کال کې شوروي ړنگ شو، د خپلواک قزاقستان ولسمشر وټاکل شو.

پلويان يې وايي چې هغه ټيکاو ساتلى او د تېلو گټه يې په بري سره د هيواد پرمختگ ته اړم کړې ده.

خو انتقاد کوونکي يې تورنوي چې مخالفين د سر پورته کېدو ته نه پرېږدي، په ټاکنو کې درغلۍ کوي او ټول واک يې د کورنۍ د غړو په لاسونو کې راټول کړى دى.

يوه لور يې پر رسنيو بشپړه ولکه لري ، په داسې حال کې چې زوم يې د ډېرو حکومتي شرکتونو مشري پر غاړه لري او ويل کېږي چې ميلياردونه يې ټول کړي دي.

په دې ټولپوښتنې سره به چې که ځواب يې هو راوخوت ، نظربايف يوه بله لسيزه او تر هغو چې ۸۰ کلن کېږي، پر واک پاتې شي. او دا هم شونې ده چې نوره هيله هم ولري.

هغه په دې وروستيو کې ساينس پوهان هڅولي و چې د زړښت د مخنيوي او د تلپاتې ژوندانه لارې او کيلي ومومي.

ورته مطالب