روسیه: لوېديځ زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي

ښاغلی لاوروف
Image caption د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې هېڅ هېواد د بل هېواد په قضايي چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.

روسیې - وروسته له هغه چې امریکا د روسي سودګر او د 'یوکوس' نفتي ټولګې د مشر میخایل خدروکوفسکي د محاکمې غندنه وکړه - پر لوېديځ تور لګولی، چې ګني د روسیې په کورنیو چارو کې لاس وهي.

د برتانیا 'فاینېنشل ټایمز' ورځپاڼې د روسيې د بهرنیو چارو د وزیر سیرګي لاوروف په حواله ليکي، چې هغه د لوېديځ نیوکې غندلې او دا یې د خپل هېواد په قضايي سیستم کې د لاسوهنې په مانا بللې دي.

لاورفو ویلي "قضايي سیستم په تمامه مانا ازاد او یو هېواد د بل هېواد په قضايي سیستم کې لاس نه شي وهلی، لوېديځې نیوکې باید زموږ پر قضايي سیستم اغېز ونه کړي."

نوموړی زیاتوي "که چېرې زموږ پرېکړه د کوم چا د اندېښنې لامل ګرځي، نو تورن د خپل ځان د سپينولو حق لري."

د روسيې د محکمې هغه پرېکړه په نړيواله کچه غندل شوې چې مخکنى پانگوال ميخاييل خدرکوفسکي يې شپږ کاله نور هم په زندان کې پرېښود.

ښاغلى خدرکوفسکي له ډېره وخته د صدراعظم ولاديمير پوتين مخالف دى او ورته وويل شول چې د پيسو د وهلو او د تورو پيسو د سپينولو په تور به تر ٢٠١٧ کاله په زندان کې وي.

ټاکل شوې وه د ماليې پر پټولو د هغه د بند اته کلنه سزا ډېر ژر بشپړه شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند دا محاکمه د ناسمو موخو لپاره د روسيې د عدلي نظام ناسم کارول وبلل.

هغه وويل چې امريکا د وړ بهير د کلک نشتوالي تورونو اندېښمنه کړې ده.

روسي قاضي ميخاييل خدرکوفسکي ته د څوارلس کلو زندان سزا ورکړه چې په بند کې تېره کړې موده پکې شمېرل شوېده.

ښاغلى خدرکوفسکي چې د تېلو په پلور يې خورا ډېرې پيسې گټلې وې، له روسي مشرانو سره په مخالفت کېوتى او په ٢٠٠٣ کال کې د ماليو د نه ورکړې په تور نيول شوى و.

وکيلان يې وايي چې ده ته د روسي مشرانو او صدراعظم ولاديمير پوتين په فشار سزا ورکول کېږي او دا يې په زندان کې د ساتلو لپاره تشه يوه پلمه ده.

Image caption روسي قاضي ميخاييل خدرکوفسکي ته د څوارلس کلو زندان سزا ورکړه چې په بند کې تېره کړې موده پکې شمېرل شوېده.

روسي چارواکو نړيوالو ته ويلي چې په دې محاکمه کې دې ځان په څنگ ساتي او خپل کار دې کوي.

د اوباما حکومت په څو تېرو کلو کې خورا ډېره هڅه وکړه چې له مسکو سره اړيکي ښه کړي.

د امريکا مشرانو جرگې په دې وروستيو کې له روسانو سره د اټومي وسلو د راکمولو خورا مهم نوی تړون هم تصويب کړ.

سره له دې چې ددغې سزا په اړه د بهرنيو چارو وزارت وينا ښايي جدي وبلل شي، خو د کوم عملي گام پورته کېدل نه اټکلېږي.

په همدې ترڅ کې د جرمني صدراعظمې انگېلا مېرکل د خدرکوفسکي د بندي ساتلو پرېکړه د سياسي انگيزو تر اغېز لاندې وبلله، برتانيا پرې کلکه اندېښنه څرگنده کړه او نورو اروپايي هيوادونو هم وغندله.

ورته مطالب