۲۰۱۰ په افغانستان کې تر ټولو ډېر خونړی کال

امریکايي پوځيان په افغانستان کې
Image caption د يرغل په لومړي کال د بهرنیو ځواکونو ايله ۱۲ تنه وژل شوي وو، خو په ٢٠٠٩ ميلادي کال کې دا شمېره تر ۵۰ پورته شوه. خو ٢٠١٠ کال بيا د څه د پاسه ٧٠٠ بهرنيو سرتېرو په وژل کېدو سره ورته تر ټولو مرگونى راوخوت.

د نژدې ۹۰۰۰ کسانو په وژل کېدو سره،٢٠١٠ ميلادي کال له ٢٠٠١ کال راهيسې د جگړې د ښکېلو غاړو او ولسي وگړو لپاره تر ټولو مرگونې کال و.

په دغه کال کې تر ٧٠٠ ډير بهرني او تر ٨٠٠ ډېر افغان سرتېري وژل شوي دي.

سره له دې چې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د کال په کچه د پوليسو د مرگ ژوبلې شمېرې تر ۱۲۰۰ پورې رسېدلي دي.

ناټو ځواکونه د طالبانو مرگ ژوبله هم د ٢٠٠٩ ميلادي کال په پرتله څو برابره ډېره ښيي.

٢٠١٠ کال د ولسي وگړو لپاره هم ډير مرگونې بلل شوى، د ملگرو ملتونو د راپور له مخه د کال په لومړيو لسو مياشتو کې تر ۲۲۰۰ ډېر ولسي وگړي وژل شوي دي.

په دې لړ کې وسله وال طالبان د خپلې مرگ ژوبلې کچه ښکته ښيي، خو افغانستان مېشتي بهرني ځواکونه وايي چې د ٢٠١٠ کال په ترڅ کې د تېرو کلونو په پرتله ډېر وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خو داسې ښکاري چې د امريکا په مشرۍ بهرنيو ځواکونو ته هم د افغانستان جگړه له يوۀ کاله وبل ته ډېره مرگونې کېږي.

د يرغل په لومړي کال ددغو ځواکونو ايله ۱۲ تنه وژل شوي وو، خو په ٢٠٠٩ ميلادي کال کې دا شمېره تر ۵۰ پورته شوه.

خو ٢٠١٠ کال بيا د څه د پاسه ٧٠٠ بهرنيو سرتېرو په وژل کېدو سره ورته تر ټولو مرگونى راوخوت.

په افغانستان کې د سوله ساتو ځواکونو ايساف وياند جوزف بلاټس وايي چې د دومره سرتېرو د وژل کېدو لاملونه د جگړې د ډگر پراخېدل او د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د نويو جگړه يیزو ډگرونو پرانیستل وو:

''د مرگ ژوبلې له اړخه ٢٠١٠ کال يو تر ټولو ستونزمن کال و، ايساف له جلا هېوادونو څخه تر ٧٠٠ ډېر غړي له لاسه ورکړل، مرگ ژوبله له وسله والو طالبانو سره د افغان او نړيوالو ځواکونو د وسله والې ښکېلتيا له کبله ډېره شوې ده، افغانستان ته د نويو بهرنيو سرتيرو په راتلو سره موږ وسله وال مخالفان له ننگونو سره مخامخ کړل او مخامخ ور سره وجنگېدو، دا هغه چاره وه چې په تېرو کلونو کې نه وه تر سره شوې.''

خو د افغانستان دفاع وزارت د مرگ ژوبلې د ډېرو لامل دا نه بولي چې گواکې د جگړې نوي او پراخ ډگرونه پرانستل شوي دي.

ددغه وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي چې د سړک د غاړې ماينونو ډېر بهرني او افغان سرتيري وژلي، او د ولسي وگړو مرگ ژوبله يې ډېره کړې ده:

''موږ د جبهو پر پرانیستلو باور نه لرو، دې چارې يوازې امنيت زيانمن کړى دى، په ٢٠١٠ کال کې د طالبانو د سړک د غاړې ماينونو او چاوېدونکو توکيو ته ډېره مخه وکړه، او دا چاره ددې لامل شوه چې افغان او بهرنيو ځواکونو ته ډېره مرگ ژوبله واوړي. ٢٠١٠ کال افغان امنيتي ځواکونو او ملي پوځ ته يو مرگونې کال و په دغه کال کې د ملي پوځ تر ٨٠٠ ډېر سرتېري وژل شوي دي، چې د تېرو کلونو په پرتله ډېروالى ښيي.''

خو يو شمېر پوځي کارپوهان وايي چې وسله وال طالبان د پخوا په پرتله ځوامن شوي دي او لامل يې دادى چې له يوې ډډې د بهرنيو او افغان ځواکونو تر منځ اړينه همغږي نه شته او له بلې ډډې دغه ځواکونه خپلې جگړه یيزې تگلارې تر پلي کېدو مخکې په ډاگه کوي، چې په دې سره طالبان د سړک د غاړې بمونو او نورو تکتيکونو ته مخه کوي او مرگ ژوبله اړوي.

پوځي کارپوه امان الله امان ځينې نور لاملونو هم په گوته کوي، وايي د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهال وېش جوړېدل او د حکومت له کړنو د خلکو زړونه بدېدل د جگړې تنور په غرغنډو کړ چې ور سره د مرگ ژوبلې کچه هم مخ پورته ولېږدېده.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په ٢٠١٠ ميلادي کال کې د ور اوښتي مرگ ژوبلې د شمېرو په اړه څرگندونې نه دي کړي، خو په افغانستان کې د ايساف وياند جوزف بلاټس وايي چې طالبان نه دي پياوړي شوي بلکې د سويل له گڼو سيمو ايستل شوي دي:

''زه نه وايم چې طالبان ځواکمن شوي دي، بلکې د کال په وروستيو مياشتو کې کمزورې کړل شوي دي، موږ د طالبانو گڼ مشران وژلي يا مو ژوندي نيولي دي، موږ ډېر نشه يي توکي هم نيولي دي چې د طالبانو د تمويل سرچينه ده، همدا راز په سلگونو ټنه چاودېدونکي توکي مو نيولي دي. د ٢٠١٠ ميلادي کال په وروستيو کې مو د کړيو عملياتو په پايله کې په ډېرو سيمو کې طالبان کمزوري کړي دي.''

Image caption د نژدې ۹۰۰۰ کسانو په وژل کېدو سره،٢٠١٠ ميلادي کال له ٢٠٠١ کال راهيسې د جگړې د ښکېلو غاړو او ولسي وگړو لپاره تر ټولو مرگونې کال و.

ځينې پوځي کارپوهان هم د بهرنيو ځواکونو د خبرې پخلى کوي او وايي چې د افغان او بهرنيو ځواکونو بريدگر دريځ، د بهرنيو ځواکونو ډېرېدل، او د جگړه ییز ډگر پراخېدل ددې لامل گرځي چې کال په کال د افغان او بهرنيو ځواکونو مرگ ژوبله ډېره شي.

د پوځي چارو کارپوه نيک محمد کابلى بله خبره دا کوي چې طالبانو د جگړې په لومړيو کلونو کې د جگېدو لپاره کومه ځواکمنه انگيزه نه درلوده خو اوس يې لري.

چارواکي وايي سره له دې چې په ٢٠١٠ ميلادي کال کې د مرگ ژوبلې د ډېرېدو کال و، خو وايي د همدې کال په ترڅ کې افغان او بهرنيو ځواکونو ځينې لاس ته راوړنې هم لرلې، وايي د ولسي جرگې ټاکنې يې تر سره کړې، په سوېلي ولايتونو هلمند او کندهار کې يې پراخ پوځي عمليات تر سره کړل.

همدا راز د لندن او کابل په نړيوالو غونډو کې د جوړجاړي ددريځ ملاتړ وشو، سربېره پر دې د ليسبون د ناټو په سرمشريزه کې افغان ځواکونو ته د امنيتي واک د سپارلو مهال وېش په ډاګه شو.

ورته مطالب