افغان کارګر د روزنې لپاره ايټالیا ته استول کېږي

سالنګ
Image caption تېر ژمی په سالنګونو کې ډېر خونړی و چې د واورې ښوېيدلو له امله پکې تر ۱۵۰ زيات کسان مړه او ډېر نور ټپيان شول .

که څه هم په ټوليز ډول په افغانستان کې روان ژمی تر اوسه ‎پورې وچ او بې واورو دی خو چارواکي وايي دوی د واورو له کبله په لويو لارو کې د راټوکېدونکو بالقوه ستونزو د مخنيوي تابيا يې کړې ده .

د فوايد عامې وزارت مرستيال احمدشاه وحيد وايي، په دې برخه کې مهم ګام ايټاليا ته د لسګونو کارګرانو استول دي چې د واورو د ګواښونو د مخنيوي او د ژغورنې د عملياتو په برخه کې به وروزل شي :

''د راتلونکې چهارشنبې په ورځ لومړۍ ډله ايټالیا ته سفر کوي، دوی ته به د واورې د ښویېدو د مخنيوي په اړه روزنه ورکول کېږي، دغه ډلې به د سالنګ دواړو غاړو ته کار کوي. ''

ښاغلي وحيد وويل پر دې سربېره يې د سالنګ تونل رغولی دی، ۲۰۰ کارګر او د واورې پاکولو څو ماشينونه يې ور زيات کړي، دغه راز يې د کلنيک غم هم خوړلی دی چې د اړتيا پر مهال خلکو ته دارو درمل ورسوي.

د افغانستان د سخت ژمي په ترڅ کې د هندوکش په غرونو کې له کابل څخه شمالي ولايتونو تېره شوې لاره تر ټولو ډېره خطرناکه او ددغې لارې خطرناکه سيمه بيا سالنګونه دي چې څو کيلومتره اوږدوالی لري، او په غرونو کې تېر شوی سړک ژر ژر د ټرافيک پر مخ تړل کېږي.

دغلته تېر ژمی ډېر خونړی و چې د واورې ښوېيدلو له امله پکې تر ۱۵۰ زيات کسان مړه او ډېر نور ټپيان شول .

خو يوازې سالنګ نه دی چې په ژمي کې د کابل- شمال تر منځ تلونکي خلک ترې ځورېږي بلکې د فوايد عامې د مرستيال وزير ښاغلی وحيد په وينا په افغانستان کې تر اتيا زيات داسې ځايونه دي چې دوی يې په ژمي کې خلکو ته خطر پېښولای شي:

''یوازې سالنګونه نه دي، بلکې د ژمي پرمهال موږ په ۲۲ ولایتونو کې د واورو له ممکنه ورته ګواښونو سره مخامخ کېږو. ''

خو ښاغلی وحيد د نويو وسايلو او ماشينونو نشتوالی لا هم د يوې ستونزې په توګه يادوي او وايي له نورو سيمو يې ځينې زاړه دولتي ماشينونه، بلدوزر او نور سالنګ او ځينو نورو ډېرو خطرناکو سيمو ته لېږدولي دي.

نوموړی زياتوي ددغو وسايلو په مرسته نه شي کولای ټول سړکونه پاک کړي ځکه په وينايې په ژمي کې تر شپږ زره کيلومتره ډېر داسې سړکونه شته چې بايد پاک کړای شي .

نن د لمريځ کالشمېر له مخې د مرغومي ۱۲مه ده. دغه مياشت د افغانستان د ژمي سخته سړه مياشت وي چې واوره پکې ډېره او په ځينو سيمو کې د تودوخې درېجې تر منفي ۳۰ هم ټیټېږي.

خو سږ کال له څو غرنيو سيمو پرته په ټول هېواد کې نه تر دې مهال واوره اورېدلې او نه هم باران چې له کبله يې کروندګر اندېښمن دي .

ورته مطالب