افغان ځواکونه: په ۲۰۱۱ کې به پیاوړی دريځ ولرو

افغان سرتېری
Image caption خو د افغان ملي پوځ چارواکي وايي هله به يې دريځ پياوړى وي، چې په نوي کال کې سرتېرو شمېر ډېر کړل شي، په ښو درنو او سپکو وسلو سنبال شي، او د هوايي ځواک جوړولو ته پام وشي.

په افغانستان کې افغان او بهرني امنيتي ځواکونه وايي چې د ٢٠١٠ ميلادي کال په پرتله به په ٢٠١١ کال کې په پياوړي دريځ کې وي.

د افغانستان د ملي پوځ چارواکي وايي چې متحدو ايالتونو په تېر ٢٠١٠ ميلادي کال کې د افغانستان امنيتي ځواکونو ته شپږ ميليارده ډالر ځانگړي کړي و، چې په ٢٠١١ ميلادي کال کې به دا کچه نژدې دوه برابره شي.

افغان او بهرني ځواکونه مني چې تېر ٢٠١٠ کال ورته له ډيرو ننگونو کال و،خو هيله من دي چې د نوي پيل شوي ٢٠١١ ميلادي کال په ترڅ کې به په پياوړي دريځ کې وي.

خو د افغان ملي پوځ چارواکي وايي هله به يې دريځ پياوړى وي، چې په نوي کال کې سرتېرو شمېر ډېر کړل شي، په ښو درنو او سپکو وسلو سنبال شي، او د هوايي ځواک جوړولو ته پام وشي.

د افغانستان د ملي پوځ وياند ظاهر عظيمي وايي داسې ښکاري چې دوى به خپلو ټاکلو موخو ته ورسېږي ځکه چې متحد ايالتونه به سږ کال د افغان ملي پوځ لگښت نژدې دوه برابره کړي:

''په ٢٠١٠ کال کې امنيتي ځواکونو ته د امريکې د متحدو ايالتونو بوديجه شپږ ميليارده ډالره وه،او په ٢٠١١ کال کې به دا کچه يوولس ميليارده ډالره وي،دا موږ هيله من کوي،چې زموږ شمېر او وړتياوې به د تير کال په پرتله ښه پرمختگ وکړي، او ښه تجهيزات به تر لاسه کړو.''

بله غاړه د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي لومړۍ موخه يې داده چې په ٢٠١١ ميلادي کال کې د پوليسو شمير له ۱۲۲ زرو نه ۱۳۴ زرو ته پورته کړي، او ورپسې غواړي چې د پوليسو د مورال او لوړتيا په موخه پوليس او په ځانگړي ډول سرحدي پوليس په زغروالو درنو وسلو سنبال کړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري وويل چې په داسې کولو سره به دوى هغه اته ولسوالۍ د وسله والو مخالفانو نه ونيسي چې د حکومت له ولکې بهر دي:

''په اتو ولسواليو کې چې زموږ ځواکونه نشته، پلان لرو چې له ټولو امنيتي ځواکونو سره په گډه په دغو ولسواليو کې ځواکونه ځاى پر ځاى کړو، دا چې دا چاره به د ٢٠١١ کال په کومه موده کې تر سره کېږي وروسته به پرې خبرې کېږي، خو پلان شته چې په يادو شويو ولسواليو امنيتي ځواکونه ورشي او قانون پلى شي.''

بله غاړه په افغانستان کې مېشت ايساف ځواکونه انگيري چې ٢٠١١ ميلادي کال کې به هم تاو تريخوالي ډير وي،خو په پايله کې به حالت ښه کېږي، په دغه هېواد کې د ايساف ځواکونو وياند جوزف بلاټس وايي چې وسله وال طالبان به د ٢٠١١ ميلادي کال په پسرلي کې د بيا راپورته کxدو هڅه وکړي:

Image caption په افغانستان کې مېشت ايساف ځواکونه انگيري چې ٢٠١١ ميلادي کال کې به هم تاو تريخوالي ډير وي.

''هغه څه چې موږ به يې په ٢٠١١ کال کې وينو هغه به دا وي چې بيا به هم تاو تريخوالى وي،ځکه چې دا بهير پاى ته نه دى رسېدلى، جگړه روانه ده، لا هم په ځينو سيمو کې طالبان شته چې د پسرلي پر مهال به د بيا راتلو په موخه جگړه کوي،هو موږ به نور تاوتريخوالى او جگړې ولرو،خو په پايله کې به حالت ښه شي،خو مخکې تر دې چې حالت سم شي، سختېږي به.''

داسې انگېرل کېږي چې ٢٠١١ ميلادي کال به افغان او بهرنيو ځواکونو ته برخيلک ټاکونکى وي، او په ترڅ کې به يې د جگړې ښکيلې غاړې هڅه کوي چې ځانونه برلاسي کړي، خو ښايي افغان او بهرنيو ځواکونو ځکه د خپل غوڅ بري په هيله گڼ پلانونه جوړکړي دي چې په دغه کال کې به امنيتي ځواکونه له بهرينو ځواکونو څخه د افغان امنيتي ځواکونو اوږو ته اړول پيل شي، او چارواکي وايي چې ددې چارې لپاره د افغان امنيتي ځواکونو پياوړي کول او سنبالول يوه اړينه چاره ده.

ورته مطالب