په کابل ښار کې چاودنې یو پولیس وواژه

د کابل د مخکنۍ چاودنې عکس ګورﺉ
Image caption د کابل د مخکنۍ چاودنې عکس ګورﺉ

د کورنيو چارو وزارت وايي د کابل ښار په لومړۍ ناحيه کې د نن سهار شوې چاودنې يو پوليس وژلی او دوه ولسي وګړي او يو بل پوليس يې ټپيان کړي دي .

د وزارت وياند زمري بشري وويل چاودېدونکې توکي په يوه پلاستيکي کڅوړه کې اېښودل شوي ول چې دوی يې اوس په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي چاودنه د لومړۍ حوزې په 'پل یک پیسه ګي باغ علي مردان' کې وشوه.

د ویناپاڼې په حواله، چاودېدونکي توکي د شنډولو پرمهال وچاودېدل، چې یو پولیس پکې ووژل شو .

تېره میاشت هم په کابل کې دوو ځانوژونکو د افغان پوځ د عملې پر ګاډي برید وکړ، پنځه کسان یې ووژل او نهه نور یې ټپیان کړل.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې وه.