د سولې عالي شورا پلاوی له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي

د سولې عالي شورا غړي
Image caption وړاندې دواړو هېوادونو پر يو بل تورونه پوري کړي چې له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره د مبارزې په برخه کې سم کار نه کوي .

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې د عالي شورا يو لوړ پوړی پلاوی سبا پاکستان ته ولاړ شي.

تمه کېږي پلاوی به له پاکستاني حکومت او ځينو سياسي ګوندونو څخه وغواړي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرو اترو ته فرصت برابر کړي .

پلاوى چې مشري به يې برهان الدين رباني کوي په داسې وخت کې دې هيواد ته ورځي چې د پاکستان مرکزي حکومت ديوه نژدې ايتلافي گوند تر بېلېدو وروسته له ستونزو سره مخامخ شوی دی .

خو د سولې د عالي شورا مرستيال عطاء الله لودين وايي هيله لري چې د پاکستان کورنۍ مسلې به پر دې سفر اغيزه نه کوي.

ددغه شاوخوا پېنځلس کسيز پلاوي مشري د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني کوي چې ويل کېږي له ولسمشر اصف علي زرداري ، لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني او ځينو سياسي ګوندونو له مشرانو سره به وګوري .

ددغه پلاوي يوه غړي اسدالله وفا بي بي سي ته وويل دغه پلاوی به له پاکستاني لوري وغواړي چې له طالبانو سره د سولې او خبرو اترو په برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي .

په تېرو څو کلونو کې د پاکستان له انکار سره سره داسې ادعاوې ډېرې وې چې د طالبانو مشرانو په پاکستان کې شوراوې جوړې کړې او له هغه ځايه په افغانستان کې روانه جګړه رهبري کوي .

له همدې ځايه دغه باور هم زور اخيستي چې له پاکستان سره خبرې اترې کېدای شي د سولې په برخه کې ګټورې ثابتې شي .

پاکستان ته د تلونکي پلاوي يو بل غړی او د طالبانو د رژيم يو پخوانی چارواکی مولوي ارسلا رحماني هم پر همدې باوری دی او وايي پاکستان کولای شي په افغانستان کې د سولې د راوستو په برخه کې مهم رول ولوبوي .

د مشرانو جرګې مشر حضرت صبغت الله مجددي چې له شاوخوا پېنځو کلونو راهيسې د سولې د ټينګ دکمېسيون له لوري په افغانستان کې د ټکاو د راوستو لپاره کار کوي هيله څرګندوي چې پاکستان ته ددغه پلاوي سفر به ښې لاسته راوړنې ولري .

خو نوموړی له دې سره همهاله د پاکستان استخباراتي اداره ای ايس ای تورنوي چې د افغانستان نا اراميو ته لمنه وهي .

نوموړی وايي که پلاوی پاکستان دې ته وهڅوي چې استخبارات يې د طالبانو ملاتړ پرېږدي نو دا کار به په افغانستان کې دسولې او ټيکاو له راتګ سره مرسته وکړي :

''خدای دې وکړي چې پاکستان ته ددغه پلاوي سفر اغېزناک واوسي ، او د پاکستان حکومت او ای ايس ای ورسره هوکړه وکړي. دغه ترهګري ، او چاودنې او دغه تخربي خوځښتونه چې په افغانستان کې کېږي له سرحده راتېرېږي او په دې شک نشته چې له پاکستانه راځي . که دغه وردوي او په دې اړه يوې هوکړې ته ورسېږي دا نو يو لوی نعمت دی ، او که خدای کول ورسره به په افغانستان کې سوله او ټيکاو راشي.''

خو پاکستان په وار وار د طالبانو د ملاتړ کولو تورونه رد کړي دي .

Image caption پلاوى چې مشري به يې برهان الدين رباني کوي په داسې وخت کې دې هيواد ته ورځي چې د پاکستان مرکزي حکومت ديوه نژدې ايتلافي گوند تر بېلېدو وروسته له ستونزو سره مخامخ شوی دی .

په قبايلي سيمو او ځينو پاکستاني ښارونو کې د افغان دولت د مخالفينو د شتون ادعاوې په تېر کې د دواړ هېوادونو تر منځ يوه ناندريزه مسله وه .

وړاندې دواړو هېوادونو پر يو بل تورونه پوري کړي چې له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره د مبارزې په برخه کې سم کار نه کوي .

خو په دې وروستيو کې افغان حکومت د وسلوال تاوتريخوالي د پای ته رسولو لپاره د سولې عالي شوار جوړه کړه چې طالبانوله هغه لومړي سره ددغې شورا له موخو او هڅو سره مخالفت سوولی دی.

له دې ټولو سره سره افغان حکومت لا هم تمه لري چې دغه شورا به وکولای شي له طالبانو او نورو مخالفينوسره روغې جوړې ته لاره هواره کړي .

ورته مطالب