راسموسين: د افغان ځواکونو تر پياوړتيا پورې نه وځو

انرېس فو راسموسين
Image caption د ناټو سرمنشي وايي تر هغه به افغانستان پرېنږدي چې د افغان امنيتي ځواکونو پر پياوړتيا باوري شوي نه وي.

د ناټو سرمنشي انېرس فو راسموسن وايي تر هغه چې دوی د افغان امنيتي ځواکونو د وړتيا او توان په اړه ډاډمن شوي نه وي، افغانستان به نه پرېږدي.

دغه خبرې ښاغلي راسمسون د بي بي سي له پښتو خپرونې سره په يوه ځانګړې مرکه کې هغو پوښتنو ته په ځواب کې کولې، چې د اورېدونکو له خوا استول شوې وې.

ده دې پوښتنې ته په ځواب کې چې په ۲۰۱۴ کال کې به له پلان سره سم افغان ځواکونو ته پوځي مسوليت سپاري، وويل: ((همدا زموږ موخه ده، خو بايد په ياد ولریء چې دغه ټول بهير پر شرايطو ولاړ دی.

دا له دې حالت سره تړلی چې افغان امنيتی ځواکونه پکې په رښتيا مسوليت پر غاړه واخيستلی شي.

زه افغانانو ته د دې ډاډ ورکوم تر هغه چې په دې اړه ډاډه شوي نه وو، چې افغان امنيتي ځواکونه د امنيت مسوليت اخيستلی شي موږ به افغانستان نه پرېږدو))

2014 کال لا له وړاندې هغه نېټه ټاکل شوې چې پکې به له نړيوالې ټولنې څخه افغان لوري ته مسوليتونه په ځانګړي ډول د امنيتي چارو مسوليت سپارل کېږي .

خو ددغې نېټې له ټاکل کېدو را وروسته په کور دننه دغه اندېښنې هم ورو ورو زياتېږي چې ايا افغان ځواکونهپه يوازې سر د خپل

هېواد امنيت ساتلو ته ځانونه چمتو کړي او کنه؟

خو داسې هم نه ده چې افغان امنيتي ځواکونه په هېڅ ډول له نړيوالو ځواکونو پرته هېواد نه شي ساتلای ، بلکې امنيتي چارواکي ، سر تېري او پوليس ټول په يوه خوله وايي ،که امکانات ورته برابر او روزنې ته يې پام ډېر شي نو په راتلونکو دريو کلونو کې کولى شي د بهرنيانو له نيغ شتون پرته د خپل هېواد امنيت ټينگ کړي .

ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي دا مهال د افغان سر تېرو شمېره يو نيم سل زرو ته نژدې شوې خو لا هم هوايي ځواک او تر ډېره ټانکونه او درنې وسلې نه لري .

خوښاغلى عظيمي د خپل وزارت برابر شوي پلان ته په کتو سره تمه کوي چې تر ٢٠١٤ کال پورې چې د امنيتي چارو بشپړ مسوليت افغان غاړې ته سپارل کېږي نو د دوی د پوځيانو شمېر به هم تر ٢ لک و څلوېښت زرو اوښتى وي او وبه کولى شي پخپله د امنيتي چارو مسوليت ته اوږه ورکړي: ((موږ فکر کوو که امنيتي حالات په همدې حالت پر مخ ولاړ شي او انکشافات هم په همدې حالت کې وي ، نو ملي پوځ به وکولی شي ، په ٢٠١٤ کال امنيتي مسوليت واخلي. خو دا هم بايد ووايم چې په ٢٠١٤ کال کې ټول بهرني سر تېر ي له افغانستان څخه نه وځي .

موږ د تجهيزاتو لکه د درنو وسلو او پرمختللې ټکنالوژى او د هوايي ځواک په برخه کې ستونزې لرو . خو نړيوالې ټولنې را سره منلې چې په دغې برخه کې به مرسته کوي.

نو تر ٢٠١٤ کال دمخه به موږ که خداى کول له هره اړخه سمبال شوي يو او د پوځ شمېره به مو هم تر ٢٤٠ زرو پورې رسيدلې وي . ))

افغان ولسمشر حامد کرزي هم د کابل په کنفرانس کې وويل چې هېواد يې د نړيوالو په مرستې کولى شي په ٢٠١٤ کال کې د ټول هېواد امنيتي مسوليت واخلي .

د ايران ((منفي رول))

د ناټو سرمنشي انېرس فو راسموسن په افغانستان کې د تېلو د لانجې په تړاو د ايران پر رول نيوکه وکړه .

دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ايران افغانستان ته د تېلو وړونکي ټانکرونه په دې پلمه درولي چې ګنې بهرنيو ځواکونو ته سونتوکی لېږدوي، هغه وويل دا دايران د منفي رول يوه بېلګه ده: ((غواړم په دې اړه پوره روښانه خبره وکړم، په افغانستان کې د ايساف ځواکونه ايراني سونتوکي نه کاروي.

نو زه ايران هڅوم چې افغانانو ته د سونتوکيو برابرونه بيا پيل کړي. دا يوازې يوه بېلګه ده چې څنګه ايران ځينې وختونه خورا منفي رول لوبوي.))

له تېرو څو اوونيو راهيسې د هرات په اسلام کلا ، فراه او د نيمروز په بندرونو کې د ايران لوري ته سلګونه تيلي ټانکرونه ايسار کړای شوي دي .

د افغانستان د سوداګرۍ خونو چارواکي وايي ايران ځکه دغه تېل نه را پرېږدي چې وايي په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته رسول کېږي .

خو دوی وايي دغه تېل دا مهال د افغان سوداګرو شخصي مال دی چې له عراق څخه يې د ايران پر لاره افغانستان ته راوړي او وروسته سوداګر حق لري چې پر هر چايې پلوري .