په کندهار کې ځانمرګي بريد ۱۷تنه ووژل

د سپين بولډک برید
Image caption کندهار د سوېل لويديزو ولايتونو په ډله کې خورا نا ارامه ولايت بلل کېږي او طالبان پکې ډېرې فعاله برېښي.

د سوېلي نا ارام ولايت کندهار چارواکي وايي دغلته له پاکستان سره پر پوله پرته ولسوالۍ سپين بولدک کې ځانمرګی بريد شوی دی.

د کندهار د والي دفتر په يوه ويناپاڼه کې ويلي چې په بريد کې ۱۷ تنه وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپيان دي.

خو سرحدي پوليس وايي په بريد کې د چټک غبرګون د قطعې د مشر رمضان اکا په ګډون ۱۳تنه وژل شوي دي.

دغه راز دوی وايي چې په بريد کې ۱۷ تنه نور ټپيان شوي دي چې درې پکې پوليس دي .

په سپين بولدک کې د درېيمې سرحدي لوا قوماندان عبدالرزاق وايي بريد په وېش بازار کې په يوه حمام کې شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې د بريد له امله حمام او شاوخوا ودانۍ سختې زيانمنې شوې دي.