هالنډ افغانستان ته پوځي روزونکي استوي

هالنډي سرتېري په افغانستان کې
Image caption هالنډ په افغانستان کې څه کم ۲۰۰۰ عسکر په ارزگان ولايت کې لرل چې وروستۍ ډله یې د تېر ۲۰۰۹ کال د اکست پر لومړۍ بېرته خپل هېواد ته ستنه شوه.

د هالند حکومت وايي دوی به په افغانستان کې د پولیسو د روزنې نوې دنده پیل کړي.

۵۴۵ روزونکي او پوځي کارکوونکي به په پلازمېنه کابل او په شمالي ولایت کندوز کې مېشت شي.

هالند دا کار له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو تر ایستلو یوازې څو میاشتې وروسته کوي.

ناټو اوس ورو ورو په افغانستان کې خپل فعالیتونه راکموي، نو د دې کار د ترسره کولو لپاره هر څومره ژر چې وي د افغان ځواکونو پیاوړتیا اړینه ده، چې دا کار به د هالنډيانو له هرکلي سره هم مخامخ شي.

هالند په تېر اګست میاشت کې خپل پوځونه له افغانستان څخه وایستل، په دغه هېواد کې له پوځي ماموریت څخه ملاتړ کم شوی و، او د همدې ماموریت له کبله د هالند حکومت ړنګ هم شو.

د هالند نوی حکومت وايي دا ځل به دوی په پوځي عملیاتو کې ګډون ونه کړي.

خو د طالبانو یوه ویاند دا یو پوځي یرغل بللی دی.

هالنډ په افغانستان کې څه کم ۲۰۰۰ عسکر په ارزگان ولايت کې لرل چې وروستۍ ډله یې د تېر ۲۰۰۹ کال د اکست پر لومړۍ بېرته خپل هېواد ته ستنه شوه.

Image caption په افغانستان کې د هالنډ ټول ۲۴ سرتېري وژل شوي او تر ۱۴۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

د هالنډي سرتېرو پر دغه ماموريت باندې خپله په هالنډ کې ډيرې لانجې وې چې ايتلافي حکومت يې هم ونړاوۀ .

هالنډيانو د امريکايانو، برتانويانو او کانادايانو په پرتله ډېر لږ سرتېري له لاسه ورکړي دي .

په افغانستان کې د هالنډ ټول ۲۴ سرتېري وژل شوي او تر ۱۴۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

د هالنډي وژل شويو عسکرو په ډله کې د هغه هېواد د لوى درستيز جنرال 'پيتر وان هوم' زوى و .

ورته مطالب