د سپین بولدک پر لاره ځانوژونکي برید ۳ کسان ووژل

د سپین بولدک مخکنی برید
Image caption درې ورځې (د جنورۍ پر اوومه) وړاندې هم د سپین بولدک په یوه عمومي حمام کې ځانمرګي برید ۱۷ کسان ووژل.

د کندهار سپين بولدک ته پر غځېدلي سړک د پولیسو پر ګاډي ځانمرګی برید شوی دی.

په سوېل کې د درېیمې لېوا قومندان تفسیر خان خوګياڼي بي بي سي ته وویل برید نن (دوشنبه/ د جنورۍ لسمه) د کندهار- سپین بولدک پر غځېدلې لاره د پولسو پر رنجر ګاډي وشو.

نوموړی زیاتوي چې په دې برید کې د سپين بولدک د قومندانۍ دوه پولیس او یو ولسي وګړی وژل شوي، خو نوره مرګ ژوبله یې نه درلوده.

برید په ''ظريف باوړۍ'' سیمه کې، د پولیسو د ګزمې پرمهال پر هغوی شوی دی.

خوګياڼي دا هم وویل چې دغه برید د موټر په وسیله شوی.

د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي بي بي سي ته له یوه نامالوم ځایه د تیلې فون پر کرښه ویلي، چې برید د دوی یوه ملګري کړی.

نوموړی ادعا کوي چې په برید کې ۱۹ پولیس وژل شوي او د پولیسو دوه رنجر له منځه پکې تللي دي.

دا په تېره یوه اوونۍ کې په دې سیمه کې دویم ځانوژونکی برید دی.

درې ورځې (د جنورۍ پر اوومه) وړاندې هم د سپین بولدک په یوه عمومي حمام کې ځانمرګي برید ۱۷ کسان ووژل.

سرحدي پولیسو ویلي ول، چې په بريد کې د چټک غبرګون د قطعې د مشر رمضان اکا په ګډون ۱۳تنه وژل شوي دي.

ورته مطالب