د جنورۍ ۱٣مه د تاريخ په پاڼو کې

الېزابيت  د اينگلستان  ملکه
Image caption د ١٥٥٩ ميلادي کال د جنورې په ١٣ لومړۍ الېزابيت د اينگلستان د ملکې په توگه لوړه وکړه

د ١٥٥٩ ميلادي کال د جنورې په ١٣ لومړۍ الېزابيت د اينگلستان د ملکې په توگه لوړه وکړه

د ١٦١٠ ميلادي کال د جنورې په ١٣ گاليلو گالېله د مشتري څلورم ستلايت کالېستو کشف کړ

د ١٨٦٩ ميلادي کال د جنورې په ١٣ په واشنگتن کې د تورپوستو مشرانو لومړۍ ملي غونده وشوه

د ١٨٧٤ کال د جنورې په ١٣ په نيويارکې د بي روزگارو او د پوليسو تر منځ اخ اوډب کې په سلگونو تنه ټپيان شول

د ١٩٠٦ کال د جنورې په ١٣ په لومړي ځل د اعلاناتو په موخه سوداگريزه راډيو جوړه شوه چې فريکونسي يې تر يوه ميله رسيده

١٩٨٤ کال د جنورې په ١٣ په سيسلي کې انقلاب د حکو مت لخوا وځپل شو

د ١٩١٥ کال د جنورې په ١٣ د ايتاليا په اويزونا کې زلزلې ٢٩٨٠٠ تنه ووژل

د ١٩٢٧ کال کال د جنورې په ١٣د امريکا او مکسيکو تر منځ د تيلو په سر جگړه وشوه

د ١٩٤٣ کال د جنورې په ١٣ هيټلر سر تاسري جگړه اعلان کړه

د ١٩٨٧ کال د جنورې په ١٣ په نيويارک کې د مافيا اوه تنه مشران په سلو کلونو حبس محکوم شول