په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ښځو د کرېکټ لوبډلې جوړېدل ځنډول شوي دي

د افغانستان د کريکټ بورډ د يو لړ امنيتي اندېښنو له کبله په دغه هېواد کې د ښځو د کرېکټ لوبډلې جوړل تر نامعلومې مودې وځنډول.

د بورډ چارواکي وايي دوی دا مهال د امنيتي ستونزو له کبله نشي کولی له ټول هېواد څخه د کرېکټ د ښځو ملي لوبډلې ته ته لوبغاړې غوره کړي.

د کرېکټ بورډ چارواکو دا خبره رد کړه چې ګنې د ښځو کرېکټ لوبډله د يو شمېر ديني عالمانو له لورې له ګواښونو وروسته ځنډول شوې ده.

د کرېکټ افغان بورډ له شاوخوا شپږو مياشتو راهېسې د ښځو د کرېکټ د ملي لوبډلې د جوړولو هلې ځلې پيل کړې او همدا څو اونۍ له مخه يې په کابل کې د ښوونځيو له شاوخوا څلور سوو نجونو ازموينه واخيسته.

جعفر هاند په کابل کې د کرېکټ بورډ له مطبوعاتي مسوول الهام ياسيني څخه د يوې مرکې په پيل کې د ښځو د کريکټ د بندېدو لامل پوښتلی دی: