لوی څارنوال: که نوماندان پړه وخېژي، استازیتوب به یې رد شي

لوی څارنوال: که محکمه نوماندان پړه کړي، استازیتوب به یې رد شي
Image caption لوى څارنوال وويل چې هيله نه لري چې د ټاکنو د پايلو د ارزو لپاره جوړه شوې محکمه به ددوى لخوا ور استول شوې دوسيه ژر سپينه کړاى شي.

د افغانستان لوى څارنوال محمد اسحق الکو ويلي که د ولسمشر لخوا د نوې ولسي جرگې تر پرانيستې وروسته، د ټاکنو د درغلیو د ارزولو ځانگړې محکمه ځينې بريالي نومندان پړه وخيژوي، د شته تگلارې له مخې به ددغو نوماندانو استازيتوب ردېږي.

ښاغلي الکو وويل هيله نه لري چې ياده شوې محکمه به ډېر ژر د دوى د دوسيې په اړه حکم وکړي؛ ځکه چې وايي د دوى دوسيه ډېره غوښنه ده چې د کاغذ تر څلور نيمو زرو ډېر مخونه يې نيولي دي.

په داسې حال کې چې د نوي ولسي جرگې د گټونکو بلل شويو نوماندانو د پارلماني روزنې بهير پيل شوې دى، لا هم د ټاکنو د درغلیو د ارزولو لپاره جوړې شوې محکمې د لويې څارنوالۍ ددوسيې په اړه پرېکړه نه ده کړې.

ځينې وايي چې د ولسمشر لخوا د نوي ولسي جرگې تر رسمي پرانيستې وروسته به بريالي شوي نوماندان له پارلماني خونديتوب نه برخمن شي.

خو د افغانستان لوى څارنوال محمد اسحق الکو وايي چې پر کومو استازو تور لگول شوى وي، هغوى محاکمه کېداى شي.

نوموړى وايي چې په داسې حالت کې د استازو استازيتوب ردېږي او د شته تگلارې له مخه د عادي افغانانو په څيرمحاکمه کېږي:

''تاسو ګورﺉ چې په اساسي قانون کې د وزیرانو د محاکمې او مجازاتو لپاره یو پروسیجر جوړ شوی، چې بیا وروسته یوه ځانګړې محکمه هم ورته جوړه شوه، په دې هېواد کې هېڅوک هم له مجازاتو نه معافېږي.''

Image caption خو د تېرې شنبې په ورځ په کابل او پکتيا ولايتونو کې يو شمېر ناخوښو نوماندانو د يوې غونډې او لاريون په ترڅ کې له افغان ولسمشر نه وغوښتل چې په وينا يې دغه له ټگيو برگيو ډکې ټاکنې لغوه اعلان کړي او يا لږ تر لږه د ځانگړې محکمې تر پرېکړې پورې د نوي پارلمان پرانیسته ونه کړي.

لوى څارنوال وويل چې هيله نه لري چې د ټاکنو د پايلو د ارزو لپاره جوړه شوې محکمه به ددوى لخوا ور استول شوې دوسيه ژر سپينه کړاى شي.

لامل يې دا په گوته کړ چې په دغه دوسيه کې له ٢٥٠ نه د ډيرو ناخوښو نوماندانو شکايتونو ته ځاى ورکړل شوى دى، او ددوسيې منځپانگې د کاغذ تر ٤٥٠٠ ډېر مخونه نيولي دي.

لوى څانوال داسې مهال دا څرگندونې کوي چې ټاکل شوې ده ولسمشر حامد کرزى راروانه اوونۍ د افغانستان نوې ولسي جرگه په رسمي ډول پرانيزي.

خو د تېرې شنبې په ورځ په کابل او پکتيا ولايتونو کې يو شمېر ناخوښو نوماندانو د يوې غونډې او لاريون په ترڅ کې له افغان ولسمشر نه وغوښتل چې په وينا يې دغه له ټگيو برگيو ډکې ټاکنې لغوه اعلان کړي او يا لږ تر لږه د ځانگړې محکمې تر پرېکړې پورې د نوي پارلمان پرانیسته ونه کړي.

ورته مطالب