د جنورۍ ١٧مه، د تاريخ په پاڼو کې

بېل کلنټن
Image caption ١٩٩٨ - ولسمشر بېل کلنټن د جونز لخوا په جنسي تېري تورن شو،

١٧١٨ - د سويس په 'لوکرباد' سيمه کې د واورې ښويېدو له امله ټولې ودانۍ ونړول شوې او ٥٣ کسان پکې مړه شول،

١٨٥٢ - برتانيا په سوېلي افرېقا کې د 'ټرانسوال' خپلواکي په رسميت وپېژنده،

١٩٢٨ - د فلم د مينځولو او ورته د انکشاف ورکولو لومړي اتومات ماشين اختراع شو،

١٨٧١ - لومړى کيبلي موټر د 'اندرو هالیډې' په وسيله جوړ شو،

١٩١٥ - روسيې د اوکراين په ختيځ کې د بوکوېنا سيمه ونيوه،

١٩٤٥ - د اشويتېس زندان تخلیه پیل شوه،

١٩٤٥ - د شورې اتحاد لخوا په وسيله د وارسا اشغال پاى ته ورسول شو،

Image caption د ١٩٩١ کال د جنورۍ په ١٧د امرېکې په مشرۍ د عراق ضد د دښتې په نوم عمليات پيل شول.

١٩٤٦ - د ملګرو ملتونو د امنيت شورا خپله لومړنۍ غونډه وکړه،

١٩٧٣ - د فليپين په اساسي قانون کې ولسمشر مارکوس د هغه هېواد د تل پاتې ولسمشر په توگه ونومول شو،

١٩٧٩ - ايران شاه رضا پهلوي له ايران نه وتښتېد،

١٩٧٩ - شوروي اتحاد تر ځمکې لاندې اټومې ازمينه وکړه،

١٩٩١ - د امرېکا په مشرۍ د عراق ضد د د ښتې په نوم عمليات پيل شول،

١٩٩٨ - ولسمشر بېل کلنټن د جونز لخوا په جنسي تېري تورن شو،

ورته مطالب