استرالیا افغان کډوالو ته روزنه ورکوي

استرالیا له افغان حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له ادارې یا یو ان ایچ سي آر سره داسې یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې په استرالیا کې میشت ناقانونه افغان کډوال په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

راستنېدونکو کسانو ته به د مسلکي روزنو آسانتیاوې برابرې شي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزرات چارواکي وايي په دې اړه یې له استرالیايي خوا سره بشپړې خبرې کړې دي.

هغه افغان کډوال چې د سمندر او یا هم د هوا یا ځمکې له لارې استرالیا ته ځان رسوي، د پولیسو له خوا نیول کیږي، او په ځانګړو کمپونو کې تر هغه وخته ساتل کیږي چې قضیه یې روښانه شي او قضیې تر روښانېدود کار کولو اجازه هم نه لري.

ویل کیږي چې دا مهال شاوخوا ۷۰۰۰ افغانان په استرالیا کې په داسې حال کې ژوند کوي چې برخلیک یې نه دی معلوم.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت مرستیال انجنیر عبدالرحیم وايي، په استرالیا کې بې برخلیکه افغانان په زور نه شړل کیږي او د دغو کسانو د راستنولو په صورت کې به ورته د مسلکي روزنو آسانتیاوې برابره شي:

(( په تړون کې د روزنې خبره شته او هغه څوک چې افغانستان ته راځي باید ښه مهارتونه ولري چې دلته ښه ژوند او د کار زمینه ورته پیدا شي، او د استرالیا حکومت به څوک په زور افغانستان ته ونه شړي، او داسې کوښښ باید وشي چې یا تول هلته پاتې شي او یا هم په خپله خوښه بېرته راستانه شي)).

په استرالیا کې میشت افغان کډوال درمحمد آشنا وايي یو شمېر دغه کسان ښايي اوسنۍ پرېکړې ته خوښ وي، ځکه هغوی پوهیږي چې په استرالیا کې د کار او اوسېدو زمینې نه ورته برابریږي.

(( استرالیا حکومت پخپله تر ډېر فشار لاندې دی، له یوه پلوه د خلکو او له بل پلوه د مخالف ګوند له خوا.

نو دوی(افغانان) ښايي دې ته مجبوره کړي چې بېرته خپل وطن ته ستانه شي، ځکه ناقانونه کډوال له هغو حقونو چې استرالیایان یې لري نه برخمن کیږي، او هغه ادعاوې چې دوی په استرالیا کې د منلو کېدو په اړه کړي زیاتره یې حقیقت نه لري)).

داسې هم ویل کیږي چې دغه کډوال ټول افغانان نه دي او یو شمېر ایراني او پاکستاني کډوالو هم خپل ځانونه د افغانانو په نوم استرالیايي چارواکو ته ورپېژندلي، چې ښايي افغانستان ته تر بېرته راستنولو وروسته د خپلو ټاټوبو په لور د بیا خوځېدو ته وي.

ورته مطالب