د لينډا نارګرو په ټیلې فون اخيستل شوي عکسونه خپاره شول

د نارګرو په ټلېفون اخيستل شوی عکس

د ګارډين ورځپاڼې نن په يوه راپور کې هغه انځورونه خپاره کړل چې په افغانستان کې د وژل شوې بريتانيايۍ له ګرځنده ټيلفون څخه را ايستل شوي دي .

ګارډين ليکلي لينډا نارګرو پخپل ای فون باندې شل عکسونه او يوه لنډه ويډيو ډکه کړې وه.

د دوی په وينا عکسونه د هغو کسانو دي چې باور کېږي دا يې تښتولې وه او په ويډيو کې هغه صحنې ښوول کېږي چې دا يې غره ته روانه کړې ده .

خو له دغو شلو عکسونو څخه يوازې درې ګارډين ته ورکړل شوي.

دغه پرمختګ له هغه وروسته وشو چې د اغلې نارګرو ګرځنډه ټېلېفون (ای فون) او د هغې جامې د نوموړې کورنۍ ته و سپارل شوې .

Image caption دا د هغو دريو شلو عکسونو له ډلې څخه يو عکس دی چې د مېرمن لينډا ګرو له ټېلېفون څخه را ايستل شوي دي.

لينډا ګرو په افغانستان کې له يوې مرستندويې ادارې سره کار کاوه ، چې تېرکال کې د سپټمبر پر 26 مه، په کونړ کې و تښتول شوه .

دا د تېر کال د اکتوبر پر نهمه ظاهرا د امريکايي او بريتانيايي ځواکونو له لوري د ژغورنې د عملياتو په پايله کې ووژل شوه.

د نارګرو تر وژنې وروسته خپله د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامېرن وويل نارګرو کېدای شي د کوم بهرني سرتېري له لوري د لاسي بم په چاودنه کې وژل شوې وي .

ښاغلي کامېرن د ژغورنې د شويو عملياتو ننګه وکړه او ويې ويل دده حکومت تر هغه وروسته د عملياتو اجازه ورکړه چې پوه شول د نارګرو ژوند له سخت ګواښ سره مخامخ دی .

په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو هم په دې اړه پلټنې پيل کړې وې خو تر اوسه پورې يې کره پايله نه ده جوته شوې.

ورته مطالب