پر رزاق مامون 'شکمن' تېزاب شیندونکی ونیول شو

ښاغلی مامون
Image caption ښاغلي مامون بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تور ګوته نېغ په نېغه ایران ته نیولې وه.

افغان چارواکو پر افغان خبریال رزاق مامون د تیزابو شیندلو په تور یو کس نیولی دی.

چارواکي وايي د رفیع الله په نامه یو شکمن کس یې د تېرې جمعې پر ماپښين په کابل ونیو.

که څه هم تورن کس څه نه دي ويلي، خو پر افغان خبریال رزاق مامون د تیزابو شیندلو تور پرې لګول شوی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی وايي تورن کس د پولیسو په ولکه کې دی او پروښتنې ګروېږنې ترې رواني دي:

''د کابل ۱۰۱ اسمايي زون ملي پولیسو د جمعې پر ماپښین هغه کس چې پر افغان خبریال رزاق مامون یې تیزاب شيندلی ول، د کور مخې ته نیولی دی، دغه کس رفیع الله نومېږي چې په کابل ښار کې نیول شوی دی.''

د تېرې سه شنبې پر ورځ ماښام مهال د رزاق مامون پر مخ هغه مهال تیزاب وشیندل شول، چې کور ته روان و.

تر پېښې وروسته برید کوونکی په تېښته بریالی شو او رزاق مامون روغتون ته ورسول شو.

ډاکټرانو د ښاغلي مامون روغتیايي حالت ښه ښودلی و، خو بیا وروسته د درملنې لپاره هند ته واستول شو.

ښاغلي مامون بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تور ګوته نېغ په نېغه ایران ته نیولې وه.

رزاق مامون وویل په خپل یوه خپاره شوي کتاب (د فرعون د پښو نښې) کتاب کې یې د افغانستان په اړه د ایران د تخریبي رول په اړه څرګندونې کړې دي.

خو ایران د ښاغلي مامون د دې خبرو په تړاو تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

ورته مطالب