د افغاني بنديانو د رواني ستونزو او ناروغيو مخه نيول

ښځينه بندیانې
Image caption دغه وړوکى زندان د کابل ښار په يوه څنډه بادام باغ سيمه کې دى او په دې وروستيو کې بيا له سره رغول شوى دى په دغه زندان کې تر ۱۰۰ ډېرې ښځې بنديانې دي چې په قتل، قاچاق، اخلاقي فساد او نورو تورونو تورنې دي.

د افغانستان د المپيک ملي کمېټه وايي چې ددغه هېواد په زندانونو کې د لوبو په پياوړتيا سره غواړي چې په بنديانو کې د رواني ستونزو او ناروغيو مخه ونيسي.

د يادې شوې اداروې چارواکو تيره اوونۍ د څرخي پله په زندان کې له لوبغاړو سره د اړينو وسايلو ژمنه وکړه چې وروسته يې پرې ځينې توکي ووېشل،او دا دى اوس يې د کابل ښار د ښځينه زندان له زندانيانو سره د ورزشي جامو او ځينو نورو توکيو مرسته وکړه.

د افغانستان د المپيک اداره وايي چې د سپورتي وسايلو د وېش دغه پيل کړې لړۍ به د افغانستان نورو زندانونو ته هم غځوي.

د کابل د بادام باغ د ښځينه زندان په انگړ کې ځينې بنديانې په خبرو بوختې وې ځکه چې نن (یکشنبه) يې د ملاقات ورځ وه او د بنديانو خپل خپلوان يې ليدو کتو ته راغلي و.

د زندان بوگنوونکى انگړ له څلورو ډډو په وسپنيزو سيخانو سره پوښل شوى او زندان ته يې د يوې پنجرې بڼه بښلې ده بنديانې د همدغو سيخانو له شا خپلو خپلوانو سره خبرې کوي.

ددغې پنجرې شاته د زنداني ښځو لسگونه ماشومان هم ليدل کېدل.

له يوې بندي ښځې سره اوسېدونکې ماشومه وايي:

''دا د بادام باغ زندان دى ماشوم ورور مې هم راسره دى په تېره روژه کې نه په هاغه بله روژه کې مې مور بندې شوه،هو ښوونځي ته ځو د سهار له خوا روزنتون ته ځو.''

څو دقيقې وروسته پر يو شمېر زنداني ښڅو د لوبو جامې او ځينې نور اړوند وسايل وېشل کېدل پيل شول د افغانستان د المپيک د ملي کمېټې مشر ظاهر اغبر وويل چې د افغانستان په زندانونو کې د لوبو په پياوړتيا سره په زندانيانو کې د روانې ناروغيو د مخنيوي په برخه کې مرسته کول غواړي:

''هيله من يم چې موږ د لوبو په مټ ددوى د رواني حالت درملنه وکړو موږ نن د ٦-٧ زرو امريکايي ډالرو په ارزښت جامې نن وېشو، د لوبو بوټان مو ورته راوړي دي برزوگان مو ورته راوړي دي، ميدان وړوکي دى نو بيټمينټن کولاى شي که پنگ پانگ کول غواړي د هغې مېز به هم راوړو همدا راز موږ د واليبال توپ او جال راوړي دي سربېره پر دې مو د باسکټبال توپونه هم راوړي دي.''

سره له دې چې د زندان په شل متري چاپېريال کې د لوبو کوم لوبغالى نه تر سترگو کېده، خو ځينو بنديوانو ښځو ويل چې دوى هره ورځ د بېلابېلې لوبې او په ځانگړي ډول واليبال کوي.

Image caption ثریا یوه له هغو ښځو ده، چې د بد اخلاقۍ په تور زندان ته اچول شوې ده.

خو ځينو ښځو په زندان کې د خپلو ستونزو په اړه خبرې کولې يوې ته به يې غوږ شو:

سپږې او خزنده

''د خوراک څښاک له کبله زندان ښه دى خو د خونو او چپرکټونو په اړه بايد وويام چې حکومت مرسته وکړي زموږ د چپرکټونو څادرونه او د اغوستو کمپلې بايد پاکې ووسي ځکه چې سپږې او نورې خزندې په کې وي.''

دغه وړوکى زندان د کابل ښار په يوه څنډه بادام باغ سيمه کې دى او په دې وروستيو کې بيا له سره رغول شوى دى په دغه زندان کې تر ۱۰۰ ډېرې ښځې بنديانې دي چې په قتل، قاچاق، اخلاقي فساد او نورو تورونو تورنې دي.

ورته مطالب