روسیه سږکال افغانستان ته دوه میلیونه نفت صادروي

پيترول
Image caption د سوداګرۍ او صنايعو د خونو د چارواکو په وينا د نفتو د پېرلو د هوکړې تر څنګ د کرنې ، کانو، ټرانسپورټ او صنايعو په برخه کې هم څو تړونونه لاسليک شوي دي .

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې وايي روسيې ورسره منلې چې په روان کال کې به نژدې دوه ميليونه نفت افغانستان ته صادروي.

ددغې ادراې په وينا د نفتو په اړه دغه تړون روسيې ته د ولسمشر کرزي د سفر پر مهال شوی دی.

د سوداګرۍ او صنايعو د خونو چارواکي وايي د کانو، کرنې، ترانسپورټ او صنايعو په برخه کې د کابل او مسکو تر منځ څو نور تړونونه هم شوي دي.

په داسې حال کې چې د تېرو دوو مياشتو په ترڅ کې د ايران د بنديز له امله د افغانستان په بازارونو کې د تېلو کمښت پر يوه جدي ستونزه اوښتی دی، خو اوس روسيې هوکړه کړې چې افغانستان ته به نفت صادروي.

دوی نور جزيیات ور نه کړل چې دغه تېل په څو اخيستل شوي او څه وخت به افغانستان ته راوړل کېږي خو وايي په دې توګه به د افغانستان د نفتو کلنۍ اړتيا تر ډېره پوره شي.

د سوداګرۍ او صنايعو د خونو د چارواکو په وينا د نفتو د پېرلو د هوکړې تر څنګ د کرنې ، کانو، ټرانسپورټ او صنايعو په برخه کې هم څو تړونونه لاسليک شوي دي .

دا په داسې حال کې ده چې تر شاخوا دوو مياشتو وروسته ايران تېره ورځ اجازه ورکړه چې د هغه هېواد په خاورو د ايسارو تيلي ټانکرونو له ډلې څخه يو څو افغانستان ته راواوړي.

Image caption افغان حکومت وايي په يوه کال کې درې ميليونه ټنه نفتو ته اړتيا لري چې لويه برخه يې په ملکي چارو او فعاليتونو کې لګېږي.

تهران ويلي دغه بهير به سر له نن ورځې په عادي حالت پيل کېږي او ولاړ ټانکرونه به افغانستان ته پرېښودل کېږي.

تر دې وړاندې ايران ويلي ول اندېښنه لري چې ګنې ددغو نفتو يوه برخه په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته ورکول کېږي نو ځکه يې ايسار کړي دي .

خو افغان سوداګرو، حکومت او ناټو ځواکونو دغه خبره له هغه لومړي سره تر اوسه ناسمه بللې ده.

افغان حکومت وايي په يوه کال کې درې ميليونه ټنه نفتو ته اړتيا لري چې لويه برخه يې په ملکي چارو او فعاليتونو کې لګېږي.

ورته مطالب