معترض کانديدان: کرزی دې استعفا وکړي

معترض کانديدان

معترض کانديدان وايي ولسمشر کرزی دې ولسي جرګه نه پرانيزي.

د افغانستان د ولسي جرگې په ټاکنو کې پاتې راغليو او معترضو استازيو له ولسمشر کرزي سره په ليدنه کې غوښتي چې جرگه پرانه نيزي او که يې د ملگرو ملتونو او لويديځ د فشار له امله پرانيزي نو له کاره دې لاس په سر شي.

ولسمشر کرزي وويل یو شمېر بهرنیو لاسونو زموږ پریکړې تر پوښتنې لاندې راوستلې دي.

د ولسي جرګې یو شمېر معترضو نوماندانو له ولسمشر حامد کرزي سره د سه شنبه په ورځ (درې نۍ) (د جنوري ٢٥) د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې وليدل او ترې ويې غوښتل چې د انتخاباتي درغلیو د څیړنې د ځانګړې محکمې د پریکړې تر اعلانیدو پورې ملي شورا پرا نه نیزي.

په دغه کتنه کې محمد داود سلطان زوی، فضل کریم ایماق، نجیب الله مجاهد، حمیدالله توخي، حاجي فرید، فضلي او یو شمېر نورو خبرې وکړې او ویې غوښتل چې د ولسي جرګې د پرانيستلو پرېکړه بيېرته بدله کړي.

د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې يادو شويو استازيو ولسمشر کرزي ته سپينې خبرې وکړې.

داوود سلطان زوی د ولسي جرګې انتخابات له درغلیو او سرغړونو ډک وبلل، ويې ویل د سترې محکمې په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ د دغو انتخاباتو د درغلیو د څېړنې لپاره یوه ځانګړې محکمه وټاکل شوه او پرېکړه وشوه چې دغه محکمه به د۱۳۸۹ لمریز کال د کب د میاشتې تر درېیمې نېټې پورې خپله پرېکړه اعلانوي او له هغې وروسته به د ولسمشر له خوا ملي شورا پرانیستل کېږي.

سلطان زوی، د خبر پاڼې په وينا له ولسمشره وپوښتل: ايا موږ په هغه افغانستان کې ژند کوو چې برخلیک یې په یو ناما او د بهرنیو هېوادونو په سفارتونو پورې تړلی دی.

سلطان زوی وویل: که زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شي نو موږ به د خپل ورک شوي افغانستان دلټولو لپاره غرونو ته پورته شو.

یو شمېر بهرنیو لاسونو زموږ پریکړې تر پوښتنې لاندې راوستلې او په دې هېواد کې يې د بحران د رامنځته کولو لپاره په تحرکاتو پیل وکړ او نوماندانو ته یې ویلي و چې له جمهوررئیس پرته ملي شورا پرانیزی

ولسمشر کرزی

حمیدالله توخي په دغه کتنه کې وویل: که یوځل دا خلک پارلمان ته ننوتل او پارلماني مصونیت ترلاسه کړ بیا پرهغوی باندې څوک د محکمې پریکړې نه شي عملي کولی.


په دغه کتنه کې فضل کریم ایماق وویل: موږ بې انصافه خلک نه یوو په دې باندې پوهیږو چې په دغو کسانو کې چې تاسو ( ولسمشر کرزى) یې په ( چارشنبه د جنوري ٢٦ ) ملي شورا پرانیزی داسې خلک هم شته چې په رښتیني توګه یې رایه ترلاسه کړې ده خو ډېر یې د سیاسي ناروغیو لرونکي او په تقلب راغلي کسان دي.

د دې لپاره چې درغلۍ وڅېړل شي نو ملي مصلحت په پام کې ونیسیء او اجازه ورکړﺉ چې ستا سو لخوا منظوره شوې ځانګړې محکمه خپله پرېکړه صادره او بیا ملي شورا پرانیزﺉ.


په دغه غونډه کې یو بل تن له حامد کرزي وغوښتل چې استعفا وکړي او له خلکو بخښنه وغواړي او ووایي چې زه د زورورو په وړاندې نه شم درېدلای.


ولسمشر حامد کرزي د معترضو نوماندانو د غوښتنو له آوریدو وروسته وویل: (( یو شمېر بهرنیو لاسونو زموږ پریکړې تر پوښتنې لاندې راوستلې او په دې هېواد کې يې د بحران د رامنځته کولو لپاره په تحرکاتو پیل وکړ او نوماندانو ته یې ویلي و چې له جمهوررئیس پرته ملي شورا پرانیزی )).

کرزی

ولسمشر کرزی د څو اړخيز فشار له مخې ځان د څټک او سندان ترمنځ احساسوي.

حامدکرزي وویل : ددې لپاره چې هېواد مو له بهرنیو لاس وهنو او بحران څخه ژغورلی وي نو پریکړه مو کړه چې له بریالیو نوماند انو سره وګورو او په هغو دا ومنو چې دملي شورا له پرانیستلو وروسته هم دانتخاباتي درغلیو دڅیړنې دمحکمې پریکړې ومني، چې موږ له هغوی څخه په دې اړه لیکلی سند هم اخیستی او سترې محکمې ته مو استولی. ))

موږ د سترې محکمې د عالي شورا مصوبې ته په احترام او د دې لپاره چې د۱۳۸۹ لمریز کال په انتخاباتو پورې اړوندې دعوې د ځانګړې محکمې لخوا څیړل کیږي نو تصمیم مو ونیولو چې دروان کال د دلوې په شپږمه ملي شورا پرانیزو چې دا کار دافغانستان په خیر دی.

ستاسو په نظر ولسي جرګه بايد پرانيستل شي کنه، ولسمشر بايد څه وکړي؟

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .