د افغان ماشومانو د روغتيا لپاره دوه پانګوال مرستې کوي

بل ګيټس

دا لومړۍ ځل دی چې په افغانستان کې له مرګونو ناروغيو څخه د ماشومانو د ژغورنې لپاره د هېوادونو او نړيوالو ټولنو په خوا کې د نړۍ شتمن کسان په دومره لويه پيمانه مرستې ورکولو ته ور مخکې کېږي.

د مايکروسافټ کمپنۍ بنسټګر او د نړۍ نوموتي ميلياردر بل ګېټس او د ابوظبۍ وليعهد شيخ محمد بن زايد النهيان ژمنه کړې چې هر يو به جلا پېنځوس ، پنځوس ميليونه ډالره له ناروغيو څخه د افغان او پاکستاني ماشومانو د ژغورنې لپاره د مرستې په بڼه ورکړي.

دوی په دې فکر دي چې ماشومان بايد د هغو ناروغيو له لاسه ونه مري چې درملنه يې شونې ده.

دغه پېسې به د شري او تيتانوس په ګډون د ماشومانو د شپږو عامو ، خو وژونکو ناروغيو په مخنيوي کې ولګېږي او په افغانستان کې به له مرګه د نژدې پېنځه ميليونه ماشومانو د ژغورلو په برخه کې مرسته وکړي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د نړۍ د دغو دوو شتمنو کسانو له لوري د کېدونکو مرستو هرکلی وکړ او دا يې له ناروغيو څخه د ماشومانو د ژغورلو په برخه کې يو غوره ګام وباله.

د دغه وزارت وياند غلام سخي کارګر نور اوغلي وايي: ((که څه هم تر اوسه د دغو مرستو په اړه د افغانستان عامې روغتيا وزارت ته رسمي اسناد نه دي را رسېدلي ، خو بيا هم موږ دا يو نېک پال نيسو، ځکه چې اوس هم د ماشومانو او نويو زېږېدلو مړينه د اندېښنې وړ ده او دا له دې سره سره چې موږ د تېر په پرتله لاسته راوړنې لرو. ياني په تېرو وختونو کې د هرو څلورو ماشومانو له ډلې يو مړ کېده ، خو اوس په شپږو کې يو مري. سره له دې هم موږ روغتيايي شريکانو ته اړتيا لرو، په ځانګړې توګه داسې کسانو ته چې خپل ډېر پام يې پر ماشومانو وي . له بله لوري پوليو يا ګوزن افغانستان ګواښي او له شکه پرته موږ د دغو مرستو هرکلی کوو.))

د مرستې ددغو پيسو درېيمه برخه به يوازې او يوازې په افغانستان او پاکستان کې له ګوزڼ څخه د ۳۵ ميليونه ماشومانو د ژغورل کېدو لپاره په واکسينونو ولګول شي.

له رسنيو سره په خبرو کې دغه مشهور ملياردر ويلي چې له وړاندې يې په سيمه کې په داسې ګډ هدف فکر نه وو کړی او دا پيسې به له هغو ماشومانو سره د هغوی په خونديتوب کې مرسته وکړي چې په افغانستان او پاکستان کې د جګړې او طبعي افتونو له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي هر کال په ټول افغانستان کې نژدې اته ميليونه ماشومان د ګوزڼ پر ضد واکسينېږي ، خو لا هم دغه ناروغي د هېواد په سويلي ناارامه ولايتونو کې ډېره ليدل کېږي.

په دغو ولايتونو کې د امنيتي ستونزو او د ځايي خلکو د لږ پوهاوي له کبله د پوليو دوره يي واکسينونونه په بشپړ ډول نه تطبيقېږي.

د وزارت له لوري ورکړل شوې شمېرې په ۲۰۱۰ کال کې د ګوزن ۱۶ مثبتې پېښې تاييدوي، په داسې حال کې چې دغه شمېره دوه کاله مخکې د ۳۸ په شاوخوا کې وه.

دوی وايي په ګوزڼ د اخته ماشومانو شمېر يې را ښکته کړی او په وينا يې تر ۲۰۱۳ کاله به يې بيخي ورکه کړي.

افغانستان، پاکستان ، هند او نايجريا هغه هېوادونه دي چې ويل کېږي د ګوزڼ ناروغي په کې تر نورو ډېره ده او بل ګېټس زيار باسي چې په يادو هېوادنو کې د دغې ناروغۍ نوغي وباسي.

بل ګېټس چې ويل کېږي پانګه يې شاوخوا ۳۴ مليارده ډالرو ته رسېږي په بې وزله هېوادونو کې د ملاريا د ناروغۍ او د کرنيزو افتونو د مخنيوي په برخه کې له خلکو سره مرستې کوي.