د ولسي جرګې د مشري لپاره نا رسمۍ سيالۍ پيل شوې

نوې ولسي جرګه

ټاکل شوې چې ولسي جرګه به د شنبې پر ورځي خپل مشر، دوه مرستيالان او دوه منشيان وټاکي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان نوې ولسي جرګه به د شنبې پر ورځ پخپله لومړۍ غونډه کې خپل مشر، دوه مرستيالان او دوه منشيان وټاکي.

د جرګې د مشرتوب لپاره دا مهال د ولسمشر کرزي د ملاتړو او مخالفو وکيلانو تر منځ هلې ځلې او منډې ترړې روانې دي.

ولسي جرګه 249 غړي لري خو دا ځل پکې له تېرې هغې سره په قومي، ايډيالوژيکي او د عمر په حساب ځينې توپيرونه هم تر سترګو کېږي.

همدغو توپيرونو د جرګې مشري ته د رسېدو لپاره ايتلافونو ته اړتيا ډېره کړې او ويل کېږي دا مهال د جرګي د مشري لپاره د بالقوه نوماندانو او وکيلانو تر منځ خصوصي خبرې اترې او ناستې ولاړې خورا تودې روانې دي.

که څه هم تر اوسه پورې د جرګې مشرۍ ته په رسمي ډول چا ځان نه دی نومولی خو د ولسي جرګې ځينې غړي وايي د جرګې پخواني مشر محمديونس قانوني، د جرګې پخواني غړي عبدالرب رسول سياف او پخواني لومړي مرستيال ميرويس ياسني ويلي چې د جرګې مشري ته به درېږي.

دغه بالقوه نوماندان سبا ورځ هم لري چې له وکيلانو سره وګوري، او هغوی دې ته قانع کړي چې دوی ته رايې ورکړي .

په لويه کچه هم د ايتلافونو ګنګوسي اورېدل کېږي او دا ځل به د جرګې مشري ته له ايتلافونو پرته رسېدل سخت وي. غوټه بيا هم تر ډېره د جرګې له توکميز جوړښت سره تړلې چې د ځينو قومونو شمېر د تېرې جرګې په پرتله ډېر شوی او ځينې نور بيا کم شوي دي .

د ډېرو شويو بېلګه هزاره وګړي دي او د کمو شويو بېلګه پښتانه دي چې په ځينو ځايونو کې يې هزارګانو او په ځينو نورو سيمو کې يې تاجکو ته څوکۍ بايللې دي.

ښاغلی کرزی

ښاغلی کرزی د نوې ولسي جرګې غړو ته د لوړې ورکولو په مراسمو کې ليدل کېږي، چې د چهارشنبې پر ورځ تر سره شول.

په پخوانۍ ولسي جرګه کې حکومت ډېر حساب پر پښتنو کيلانو کاوه او تر ډېره بريده پښتانه وکيلان حکومت ته نژدې بلل کېدل خو دا ځل په جرګه کې د پښتنو شمېر د پخوا هومره نه دی چې دا کار په جرګه کې د ښاغلي کرزي د پلويانو له شمېر سره هم متناسب بلل کېدای شي.

له وکيلانو سره د وږي د اووه ويشتمې په ټاکنو کې د ادعاشويو پراخو درغليو له امله د حکومت او وکيلانو تر منځ ستونزې او ناندرۍ هم له پامه نه شي غورځول کېدای . له همدې امله حکومت هم ارام نه دی ناست دی.

حکومت د فرصت انتظار کوي او هڅه يې دا ده چې د خپلو پلوي وکيلانو په ملاتړ د جرګې مشر داسې څوک کړي چې لږ تر لږه راتلونکو څو کاله ورسره ګزاره وکړای شي.

حکومت پوهېږي چې په جرګې کې د قومي انډول ماتېدل، او د حکومت مخالفو وکيلانو راتګ به په راتلونکې ورته ستونزې راټوکوي.

د جرګې مشري ته په ولاړو دوو کسانو کې کېدای شي حکومت ډېر حساب پر عبدالرب رسول سياف وکړي چې د ولسمشر کرزي کلک ملاتړی بلل کېږي.

خو په جرګه کې د ډېرو ځوانو وکيلانو اغېزه هم له پامه نه شي غورځېدای چې کېدای شي د ځينو تمايلاتو له کبله ښاغلي قانوني ته تر ښاغلي سياف ترجيح ورکړي.

ښاغلی قانوني او ښاغلی سياف دواړه په تېر کې هم د جرګې د مشرۍ پر سر سره مخامخ شوي ول چې په پايله کې ښاغلی قانوني بريالی شوی و .

د جرګې د مشري لپاره بل بالقوه نوماند ميرويس ياسيني بلل کېږي چې له ننګرهار ولايت څخه ولسي جرګې ته رابريالی شوی. دی د تېرې ولسي جرګې مرستيال و .

د جرګې ځينې غړي وايي که څه هم د ياسيني سيالان پياوړي دي خو د جرګې د مشر په ټاکلو کې به دده اغېزه هم لږه نه وي .

داسې ويل کېږي چې که ښاغلی ياسيني د هر چا په پلوي له خپلې نوماندۍ تېر شي نو د هغه د بري پله به درنه کړي .

د قانون له مخې د جرګې مشر د پېنځو کلونو او اداري پلاوی يې د يوه يوه کال لپاره د ټاکنو له لارې ټاکل کېږي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .