د کندوز د سنګسار کيسه

کندوز

د کندوز ولايت ځينې برخې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

پنځه ويشت کلنه صديقه د اوړي په يوه توده ورځ د افغانستان په شمال کې د کندوز ولايت دشت ارچي ولسوالۍ په يوه کلي کې د خپل مرګ انتظار ته ولاړه وه.

پر صديقې تور و، چې له يوه واده شوي سړي سره يې جنسي اړيکي درلودل. صديقه بيا يو ميدان ته راوستل شوه او يو ملا يې پر وړاندې لګېدلي تورونه په لوړ غږ راغونډو شويو خلکو ته وراورول.

کلېکاږل په دې خبر او نورو مسايلو خپل نظر د دې ځاى په کېکاږلو ولولئ

ملا، صديقه د زنا په تور په ډبرو ويشتنې (سنګسار) سزا محکومه کړه.

د سزا له اورولو وروسته خلکو سمدلاسه پر دې د ډبرو باران پيل کړ. خو صديقه په حيرانۍ له سنګسار ژوندۍ پاتې شوه، خو ولاړو کسانو ژوندۍ پرې نه ښوده او په ډزو يې ووژله.

بي بي سي ته د دغې وژنې ويډويي فلم رسېدلی، او ډېرې برخې يې د خپرولو نه دي. خو د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمسيون وياند نادر نادري چې دغه فلم يې ټول کتلی، په ژړغوني غږ وويل:

کندوز

کندوز کې په ورستيو کلونو کې د تاوتريخوالي پېښو زياتېدو د خلکو ژوند سخت کړی دی.

((کله چې ما دا وېډيو وليده ،يوازې دا نه چی زما په ذهن کې يې د کابل پخوانۍ پېښې راژوندۍ کړې بلکې دا وېره يې هم راته په زړه کړه چې که دوی بېرته راشی نو څه به کوو؟))

وروسته له دې چې دغو کسانو صديقه په ډبرو وويشتله او بيا يې ووژله، دوی قيوم راووست. قيوم هغه سړی و چې دوی د صديقې مين باله، او له هغې سره يې د جنسی اړيکو تور پرې لګولی و.

صديقه او قيوم په دې پلمه له کوره را ويستل شوي وو چې دوی ته به زيان نه رسېږي خو دوی دواړه سنګسار شول.

صديقې او قيوم د ژوند تر وروستۍ شېبې دا نه منله چې دوی دې مينان وي او يا دې کومې جنسي اړيکي درلودلي وي. پر قيوم باندې بريد د صديقې تر بريد هم لا پسې بی رحمانه و.

له دغې پېښې نژدې شپږ مياشتې تېرې شوې دي، خو تر اوسه پرې هېڅوک محاکمه شوي نه دي.

افغان چارواکو اوس دا ويډو يې فلم کتلی دی. د دشت ارچي دغه کلی چې دا پېښه په کې شوې تر او سه هم د طالبانو په ولکه دی. افغان حکومت وايي هڅه کوي چې دا سيمه له طالبانو ونيسي.

دوی دا هم وايي چې سنګساروونکي پېژني او هغه کس هم ورته معلوم دی چې د دغې سزا ورکولو حکم يې ورکړې دی.

کله چې ما دا وېډيو وليده ،يوازې دا نه چی زما په ذهن کې يې د کابل پخوانۍ پېښې راژوندۍ کړې بلکې دا وېره يې هم راته په زړه کړه چې که دوی بېرته راشی نو څه به کوو؟

نادر نادري

چارواکي ژمنه کوي چې ژر تر ژره به يې د قانون منګولو ته وسپاري.

د بي بي سي خبريال (کوېنتېم سمروېل) وايي: د طالبانو له يو وياند نه يې په ټيليفوني خبرو کې وپوښتل چې ځينې افغانان وايي دغه کار بېرحمانه دی او د افغانستان له اساسي قانون نه سرغړاوی دی، افغانانو ته ستاسو ځواب څه دی؟

د طالبانو وياند (ذبيح الله مجاهد) وويل: ((هر څوک چې په اسلام پوهېږي، په دې پوهېږي چې سنګسار اسلامي سزا ده.

داسې خلک شته چې دغه کار ته ناانساني وايي، او څوک چې دا سزا نه مني په دې سره دوی د اسلام پيغمبر ته سپکاوی کوي.))

د کابل ښار ته نژدې د طالبانو يوه محکمه هم ورته کارونه کوي. په دغه محکمه کې يو قاضي د سزا حکم ورکوي، هلته څوک د دوی پر تګلارو ګوتنيونه نشي کولی.

خلک د دوی خبرې چې د دوی په وينا پر اسلام ولاړې دي، ډېر يې مني او اړتيا ورته لري. په دې محکمه کې د طالبانو قاضي وايي چې اساسي قانون د اسلام او شريعت د قانون په وړاندې هېڅ مانا نه لري.

دی وايي دغه اساسي قانون په فساد ککړو کسانو له خوا د لوېديځ تر اغېز لاندې جوړ شوی دی. په دی محکمه کې بېلا بېلې قضيې اورېدل کېږي او کله يوازې د يوې ورځې په اوږدو کې پرېکړه اورول کېږي.

يو سړی وايي: ((په حکومت کې فساد اوبډې ډېرې عامې دي او که څوک پيسې ونه لري نو څوک يې غږ نه اوري، نو ځکه موږ طالبانو ته راځو او دوی زموږ پرېکړې له پيسو پرته کوي او ډېر ژر مو کارونه خلاصوي.))

د ناټو ملکي استازی مارک سېډول وايي دا چې افغانان بايد د دغه کارنه لاس اخيستو ته وهڅول شي د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ډېره مهمه ده:

طالبان

طالبان وايي هر څوک چې په اسلام پوهېږي، په دې پوهېږي چې سنګسار اسلامي سزا ده.

((دا ډېره مهمه ده چې افغان حکومت د قانون او نظم په رامنځته کولو کې له طالبانو مخکې وي او چټک ګامونه پورته کړي.))

صديقې لپاره هغه کنده چې دا په کې پر ډبرو ويشتنې لپاره درول شوې وه، او بيا پر ډبرو ويشتنې سربېره په ډزو ووژل شوه، اوس د هغې قبر دی.

هره هغه ډبره چې پر صديقې ويشتل شوې افغان حکومت ته چې د خپلو خلکو باور ته اړتيا لري يو ګوزار دی.

د (دشت ارچي) په دغه کلي کې چې دوه مينان په کې ووژل شول، اوس يې د زياتو نورو په څېر يوازې کيسه پاتې ده. د هغوی د وژونکو دنده هم پاې ته ورسېده او پر خپل دريځ يې خپله لار ونيوله.

د دې کيسې يا ورته پېښو په اړه خپل نظر په لاندې چوکاټ کې شریکولی، يا په دې پته را استولی شیء: pashto@bbc.co.uk

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .