افغانستان د لندن تر کنفرانس پوره يو کال وروسته

د لندن کنفرانس

د هېواد د ولسمشر حامد کرزي په لارښونه د وزارتونو په کچه يو کمېسيون جوړ شوى چې د لندن کنفرانس لپاره مشخص وړانديزونه او طرحې برابرې کړي.

د افغانستان په اړه د لندن د کنفرانس يو کال نن پوره کېږي چې په کې کابل ته د امنيتي مسووليتونو د تدريجي لېږد پرېکړه شوې وه.

دا هغه مهال و چې په لوېديځ کې د افغان جگړې پر اوږدېدو د خلکو نهيلي خورا ډېره شوې وه.

په تېره بيا د برتانيا کارگر حکومت سخت غوښتل چې د پارلماني ټاکنو په درشل کې خپل ولس په دې قانع کړي چې په افغانستان کې د جنگېدو ترڅنگ د راوتلو تگلاره هم شته.

افغان لوري ته د مسووليتونو د لېږد طرحه د همدې لپاره وه - او لکه چې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن د کنفرانس په پاى کې اعلان کړى و، آن داسې اټکلېده چې دغه چاره په هماغه ٢٠١٠ کال کې راپيل شي:

"موږ کولى شو چې افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو لېږد د داسې يوه مهالوېش له مخې پيل کړو چې په شرايطو پورې تړلى وي، خو پيل يې د افغان ځواکونو له خوا په زياتېدونکي ډول د ډېرو او لا ډېرو مسووليتونو په قبلولو سره وشي.دا کار به وار په اور له يوه ولايت نه بل ته غزېږي او په همدې سږني کال پيلېدلى شي."

خو يوکال وروسته هم لا - دا کارونه د کېدو پر ځاى ډېر د سنجېدو په پړاو کې دي او دغه سنجونه يوه وتلي ناظم – ډاکټر اشرف غني احمد زي ته سپارل شوېده.

د لندن د پرېکړو پلي کېدل ډېر د پوځيانو د شمېر په ډېرېدو کې ليدل کېدای شي.

خو د هغوى تمويل او تجهيز لا هم د يوې ستونزې په توگه پاتې دى.

همدا پرون د وزيرانو غونډې له خپلو لوېديځو مرستندويانو وغوښتل چې پوځ ته يې بېل شوي ميلياردونه ډالر د مخامخ لگونې پرځاى، د افغانستان ددفاع وزارت له لارې ولگوي، هغه څه چې د کتونکو په وينا ښايي په نژدې راتلونکې کې شونې نه وي.

دليل يې د فساد شتوالى دى چې د لندن کنفرانس له کلکې غوښتنې سره سره يې د ورکېدو څرک نه لگېږي. د کنفرانس نور ټاکل شوي هدفونه هم بشپړ تر لاسه شوي نه دي.

د لوېديځ د ملکي پرسونل بېساري ډېرېدل ونه ليدل شول، وگړو ته د اساسي خدمتونو د رسولو لپاره سيمه ييزې ادارې په وړ ډول پياوړې نه شوې او ترټولو مهم له طالبانو سره د پخلاينې بهير، له نړيوال مشروط ملاتړ او بېشمېره بلنو او غونډو سره سره ټپ درېدلى دى.

نو په داسې يوه چاپيريال کې به اساسي پوښتنه دا وي چې آيا په دوبي کې د امريکايي عسکرو د وتلو تر پيل دمخه، ا فغانستان پر ځان د ويسا هغسې يوه پړاو ته رسېدلى شي چې خپلو ټولو پوځي، سياسي، ټولنيزو او اقتصادي ننگونو ته ځواب ووايي؟

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .