افغانستان او پاکستان د بندیانو د تبادلې موافقه وکړه

یوسف رضا ګیلاني او زلمی رسول
Image caption پاکستان او افغانستان د يو بل په زندانونو کې د خپلو زندانيانو په باب هم خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول ويلي، افغانستان او پاکستان به ډېر ژر د بندیانو تبادله پيل کړي.

نوموړي ویلي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت او سوداګریزې راکړه ورکړې د پراختیا پر سر هم خبرې وشوې.

وړاندې افغانستان او پاکستان پتېيلې وه چې په دواړو هېوادونو او سيمه کې د امنيت اوثبات په هيله گډو هلو ځلو ته دوام ورکړي .

په دې ترڅ کې به کابل او اسلام اباد گډ استخباراتي کميسيون جوړوي .

اسلام اباد وايي غوره دا ده چې د سيمې او نړۍ په باب پاکستان او افغانستان گډ دريځ پيدا کړي .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په اسلام اباد کې بي بي سي ته وويل چې راتلونکې مياشت په واشنگټن کې د افغانستان ، پاکستان او متحدو ايالاتو ترمنځ د درې اړخيزو خبرو اترو لپاره د روښانه او واحد نظر موندلو په هيله له پاکستاني سيالانو سره په خبرو بوخت دى:

''د سفر هدف دا و چې موږ په واشنګټن کې درې اړخیزه خبرې لرو. موږ به د سولې د پروسې پر سر هلته خبرې وکړو. ''

پاکستان او افغانستان د يو بل په زندانونو کې د خپلو زندانيانو په باب هم خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل: ''اوس امریکا ته د پخلاینې د بهیر اهمیت په ډاګه شوی دی. دا به ډېره مهمه وي چې مږ له سیالي اړخه د سولې لپاره یو میکانیزم جوړ کړو.''

نوموړي همدا راز ويلي نوی میکانیزم د استخباراتي او پوځي مالوماتو شریکولو ته ډېره اړتیا لري.

رپوټونه وايي دواړو هېوادونو د یو بل پرضد د جنګیالیو د فعالیت د مخه نیولو په برخه ګې پر ګډو هلو ځلو هم خبرې وکړې.

ورته مطالب