د محمد یونس قانوني ژوندلیک

ښاغلی قانوني

د ۲۰۰۱ ميلادي کال په سپتمبر کې د احمد شاه مسعود له وژل کېدو وروسته ښاغلي قانوني ته د نظار شورا د سياسي چارو مسوليت ورکړل شو او د همدغه دريځ له مخې يې د طالبانو له ماتې وروسته د افغانستان په اړه د (بن) په نړيوال کنفرانس کې فعاله ونډه درلوده .

محمد يونس قانوني په ۱۹۷۵ميلادي کال کې په پنجشير کې زېږېدلی دی.

د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځی يې لوستی او په ۱۹۷۹ ميلادي کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له يرغل وروسته په پنجشېر کې د سيمه یيز جهادي قوماندان احمدشاه مسعود له ځواکونو سره يو ځای شو.

ښاغلی قانوني، احمد شاه مسعود ته د خورا نژدې کسانو په ډله کې پاتې شوی او په ۱۹۹۳ کال کې يې کابل ته د مجاهدينو له ننوتو وروسته د دفاع وزارت چارې سمبالولې .

د طالبانو په ولکه کې د افغانستان د زياتې برخې له ورتلو او په تېره بيا کابل ته د طالبانو له ننوتو وروسته ښاغلي قانوني د دغه تحريک خلاف جبهه کې مهم رول لوبولی دی.

نوموړي په همدې لړ کې د پخواني پاچا محمد ظاهر په ګډون په بهر کې له مېشتو افغان مشرانو سره د خبرو لپاره د وخت د شمالي ټلوالې له لورې د مرکچيانو د ګڼو استول کېدونکو ډلو مشرې هم کړې .

هڅه يې دا وه چې د طالبانو ټولې مخالفې ډلې او ګوندونه له يو بل سره متحد کړي.

د ۲۰۰۱ ميلادي کال په سپتمبر کې د احمد شاه مسعود له وژل کېدو وروسته ښاغلي قانوني ته د نظار شورا د سياسي چارو مسوليت ورکړل شو او د همدغه دريځ له مخې يې د طالبانو له ماتې وروسته د افغانستان په اړه د (بن) په نړيوال کنفرانس کې فعاله ونډه درلوده .

د همدغه کنفرانس په پايله کې ، د افغانستان لپاره په جوړه شوې موقته اداره کې د کورنيو چارو د وزير پر دنده وګمارل شو.

وروسته د ۲۰۰۲ کال په دوبي کې د بېړنۍ لويې جرګې په پايله کې د کورنيو چارو له وزارت څخه لېرې شو خو بېرته د پوهنې وزير وګمارل شو.

ښاغلی قانوني په ۲۰۰۴ ميلادي کال کې په افغانستان کې په ولسمشريزو ټاکنو کې د وخت د منځ مهالې ادارې د مشر حامد کرزي لوی سيال و ، خو ټاکنې يې وبايللې او ارګ د ولسمشر په توګه ننه نه ووت.

يو کال وروسته د افغانستان د ولسي جرګې په ټاکنو کې له کابل ولايت څخه ودرېد او له بري وروسته د ولسي جرګې د ريس لپاره د وکيلانو تر منځ په سيالۍ کې هم د رايو په ډېر لږ توپير پر جهادي مشر عبدرب الرسول سياف مخکې شو او د ولسي جرګې رياست يې وګاټه.

ښاغلي قانوني او سیاف

په دویم پړاو کې ښاغلي سیاف ۱۱۹ رایې او ښاغلي قانوني ۱۱۶ رایې خپلې کړې، خو هېڅ کوم یو هم د قانون له مخې د جرګې ریاست ته ونه رسېد.

وروسته يې د افغانستان نوين په نوم نوی سياسي ګوند هم جوړ کړخو له دې سره سره يې د ولسمشرۍ په دويم ځل ټاکنو کې څرګند دريځ نه لاره.

ښاغلی قانوني د ۲۰۱۰ کال په مني کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې بيا له کابل څخه سيالۍ ته ودرېد او دا ځل يې هم د وتلو کانديدانو په کتار کې ولسي جرګې ته لاره ومونده.

د تېرې شنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۹مه) ولسي جرګې په دوو پړاوونو کې د رییس د ټاکلو رایې واچولې، خو هېڅ کوم یو هم بریالی نه شو.

په دویم پړاو کې ښاغلي کلېکاږل سیاف ۱۱۹ رایې او ښاغلي قانوني ۱۱۶ رایې خپلې کړې، خو هېڅ کوم یو هم د قانون له مخې د جرګې ریاست ته ونه رسېد.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .