د عبدرب الرسول سیاف ژوندلیک

سیاف او رباني

د طالبانو له ماتې وروسته ښاغلي سياف په بېړنۍ او د اساسي قانون لويو جرګو کې ګډون وکړ او وروسته له کابل ولايت څخه ولسي جرګې ته ودرېد او د جرګې غړی شو.

عبدرب الرسول سياف په ۱۹۴۶ کال کې د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې زېږېدلی دی .

د حديثو په څانګه کې يې د مصر له الازهر پوهنتون څخه ماسټري اخيستې ده .

نوموړی په ۱۹۷۴ کال کې د وخت د حکومت پر ضد بغاوتونو د لمن وهلو په تور په زندان محکوم شو او پېنځه کاله يې په بند کې تېر کړل .

ښاغلی سياف له زندانه تر خوشې کېدو وروسته پاکستان ته ولاړ او هلته له مېشته افغان جهادي ډلو سره ملګری شو.
نوموړي پاکستان ته له تګ وروسته څه موده له جمعيت اسلامي سره کار وکړ او وروسته يې بيا د اتحاد اسلامي په نوم يو بېل ګوند جوړ کړ .

په ۱۹۹۲کال کې د ډاکټر نجيب الله د راپرځېدو وروسته له نورو جهادي ډلو او ګوندونو سره افغانستان ته راغی او د برهان الدين رباني په مشرۍ حکومت يو کلک ملاتړ و.

نوموړی د ۱۹۹۲ او ۱۹۵ کلونو تر منځ په کابل کې د کورنيو جګړو پر مهال فعاله ونډه درلوده او داسې ادعاوې هم شته چې دده تر مشرۍ لاندې اتحاد اسلامي ګوند او د عبدالعلي مزاري په مشرۍ وحدت اسلامي ګوند تر منځ په جګړو کې سلګونه تنه وژل شوي اوړ ټپيان شوي دي .

کله چې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد او د رباني حکومت نسکور شو نو ښاغلی سياف هم شمال ته ولاړ او د طالبانو د مخالفينو په کتار کې ودرېد.

نوموړی هورې د برهان الدین رباني د مرستيال او د شمالي ټلوالې د مشرتابه شورا غړيتوب هم تر لاسه کړ او د شمال په ځينو برخو کې يې د طالبانو پر ضد د جګړو مشري هم کوله.

که څه هم ښاغلي سياف پاموړ ځواکونه او سرتېري نه درلودل خو د هغو بې کچې زياتو پيسو په مرسته يې چې له عربي هېوادونو په ځانګړي ډول سعودي عربستان څخه تر لاسه کولې په افغانستان کې خپل ځای وساتو.

د طالبانو له ماتې وروسته ښاغلي سياف په بېړنۍ او د اساسي قانون لويو جرګو کې ګډون وکړ او وروسته له کابل ولايت څخه ولسي جرګې ته ودرېد او د جرګې غړی شو.

نوموړی جرګې له تلو سره سم د جرګې مشري ته هم ځان و نوماوه خو د يونس قانوني پر وړاندې يې ماتې وخوړله.

ښاغلي سياف په تېرو دواړو ولسمشريزو ټاکنو کې د ښاغلي کرزي ملاتړ کړی و.

ولسي جرګه

د تېرې شنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۹مه) ولسي جرګې په دوو پړاوونو کې د رییس د ټاکلو رایې واچولې، خو هېڅ کوم یو هم بریالی نه شو.

ښاغلی سياف دا مهال د دعوت په نوم يوه خصوصي پوهنتون، د دعوت اسلامي په نوم يو سياسي ګوند او د دعوت په نوم يو خصوصي ټلويزيوني چينل لري.

د تېرې شنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۹مه) ولسي جرګې په دوو پړاوونو کې د رییس د ټاکلو رایې واچولې، خو هېڅ کوم یو هم بریالی نه شو.

په دویم پړاو کې ښاغلي سیاف ۱۱۹ رایې او ښاغلي کلېکاږل قانوني ۱۱۶ رایې خپلې کړې، خو هېڅ کوم یو هم د قانون له مخې د جرګې ریاست ته ونه رسېد.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .